Share this link via
Personality Websites!
د الله پاک د موجودتيا او د يو والي دليلونه
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! الله پاک يو دے، د دې دليل څۀ دے؟ نن سبا Atheists مُلحدين (يعنې د دِين نه اِنکار کوونکي) دې خبرې له ډېر زور ورکوي چې الله پاک شته نو دليل راکړئ، تاسو يو خُدائے منئ نو دليل راکړئ۔ افسوس چې دا د عقل ړانده پۀ خپل وجود باندې غور نۀ کوي، پۀ خپل ګېر چاپېره خور دومره لوئي کائنات باندې هم غور نۀ کوي۔ قرآنِ کريم ډېر اسان دليلونه ورکړي دي، فرمائي:
اَمْ خُلِقُوْا مِنْ غَیْرِ شَیْءٍ اَمْ هُمُ الْخٰلِقُوْنَؕ(۳۵) (پارہ:27، سورۂ طور:35)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: آيا هغوئي د څۀ څيز نه بغېر پېدا کړے شوي دي يا هغوئي پخپله (خپل) خالِق دي؟
قرآنِ کريم د غور دعوت ورکوي، اے خلقو! غور اوکړئ! آيا تاسو بغېر د څۀ څيز نه پخپله پېدا شوئ؟ يا تاسو هم پخپله ځان جوړ کړو؟
لږ پۀ خبره باندې ځان پوهه کړئ: مونږ چې پۀ خپل ذات باندې غور اوکړو، آيا زما د پېدائش څۀ ذريعه شته که نشته؟ يقيناً زما مور او پلار زما د پېدائش ذريعه جوړه شوه۔ بيا پوښتنه اوکړئ! زما مور او پلار پخپله پېدا شوي وو؟ يا د هغوئي د پېدائش هم څۀ ذريعه شته؟ يقيناً چې زما د پلار د طرف نه نيا نيکه، د مور د طرف نه نيا نيکه زما د مور او پلار د پېدائش ذريعې دي۔ داسې ورپسې بره ځئ! پۀ دې ټول کائنات کښې د فرښتو او د پېريانو نه علاوه صرف اِنسان عقلمند او باشعوره مخلوق دے، چې کله داسې عقلمند، باشعوره اِنسان کوم چې * سپوږمۍ ته د ختو دعویٰ لري * کوم چې ګاډي جوړوي * کوم چې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami