Share this link via
Personality Websites!
ترغيب ورکړئ او څوک چې سوشل ميډيا مثلاً واټس اېپ وغيره استعمالوي هغوئي دې د الله پاک د رضا او د ثواب د پاره دا رساله د نورو سره هم شېئر کړي! * اعلیٰ حضرت اِمام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ، ډېر لوئي مفتي، با عمله عالمِ دِين او د پينځلسمې صدۍ مجدد تېر شوے دے۔ مکـتبة الـمدينه د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ * سيرت * صفتونو * علمي کارنامو * او پۀ دِيني خدمتونو يو جامع او اسان کتاب پۀ نوم د سيرتِ اِمامِ احمد رضا چاپ کړے دے۔ دا کتاب د مکـتبة الـمدينه د يوې څانګې نه پۀ 280 روپۍ پۀ بېعه حاصل کړئ۔ پخپله يـې هم ولولئ او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ!
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دعوتِ اِسلامي هر کال د اګست پۀ مياشت کښې د خوږ وطن پاکستان ښائسته شين جوړولو د پاره وَنې نالوي، د دعوتِ اِسلامي پۀ دې مقصد بوټے نالول دي وَنه جوړول دي کښې تاسو هم شامل شئ او د شرعي احتياطونو سره کم از کم يو بوټے نال کړئ او د هغې د وَنې جوړولو کوشش اوکړئ۔ د بيان پۀ اخره کښې د وَنو نالولو پۀ باره کښې يو څو مَدَني ګلونه پېش کووم۔
د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 2 فرامين مبارک: (1): چا چې يوه وَنه ناله کړه او د هغې يـې حفاظت اوکړو او پۀ خسمانه کولو باندې يـې صبر اوکړو د دې پورې چې هغه مېوه ونيسي نو د هغې نه چي کومه دانه خوړلے کيږي پۀ هره [دانه] باندې د الله
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami