Share this link via
Personality Websites!
ژړل، ژړل، د دې پورې چې سحر شو۔
عبدُ الواحِد بن زيد فرمائي: کله چې مونږه عِبَادان (نومې ښار) ته ورسېدو نو مونږه دوستانو پۀ شريکه څۀ پيسې راجمع کړې او هٰغه نوي مسلمان شوي کس له مو ورکړې۔ پيسې يـې چې وليدې نو هغه ووئيل: دا څۀ دي؟ مونږه ووئيل: مونږه ستاسو مدد کوو۔ هغه پۀ بے نيازۍ سره ووئيل: سُبْحٰنَ اللہ! تاسو ما ته هٰغه لاره وښودله، د کومې چې درته پخپله هم پته نشته۔ زۀ چې کله پۀ جزيره کښې ووم، د غېرُ الله عبادت مې کولو، الله پاک هٰغه وخت زۀ وږے وه نۀ ساتلم نو اوس به مې څنګه ضائع کوي؟ دا يـې ووئيل او هغه زمونږ نه جُدا شو۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے، کاش چې زمونږه هم د هٰغه صاحبِ اِيمان پۀ شان کامِل اِيمان نصيب شي، زمونږه هم پۀ الله پاک باندې واقعي پۀ صحيح معنو کښې توکل نصيب شي۔
بهر حال خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږه اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! پۀ الله پاک باندې اِيمان خو لرو، مونږ له پکار دي چې د عقيدۀ تَوحِيد عملي تقاضې هم اِختيار کړو، پۀ مختصر توګه ما د کَشفُ المَحجُوب شريف پۀ رڼا کښې يو څو تقاضې عرض کړې دي: (1): د اللہ پاک پۀ دربار کښې د حاضرۍ نه حيا کول (2): د نفس د خواهشاتو نه منع کېدل (3): د اللہ پاک پۀ رضا باندې راضي کېدل او (4): پۀ اللہ پاک باندې کامِل تَوَکُّل ساتل، دا د عقيدۀ تَوحِيد
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami