Share this link via
Personality Websites!
مونږه ووئيل: هم هٰغه ذات د چا عرش چې د اسمانانو نه بره او حُکومت پۀ زمکه باندې (هم) دے۔ مُشرِک پوښتنه اوکړه: تاسو د هغۀ نه څنګه خبر شوئ؟ مونږه ووئيل: الله پاک خپل يو رَسُول رالېږلے دے، هغوئي معجزې وښودلې، هم هٰغه رسولِ مَقبُول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مونږ د الله پاک نه خبر کړو۔ مُشرِک ووئيل: بيا ستاسو د هٰغه رَسُول څۀ وشو؟ مونږ ووئيل: کله چې هغوئي د الله پاک پېغام پوره پوره مونږ ته راورسولو نو رَبِّ کريم هغوئي د ځان خوا ته وبللو۔ مُشرِک ووئيل: آيا د هغوئي څۀ نخښه ستاسو سره شته؟ مونږه جواب ورکړو: آؤ! د الله پاک کتاب دے۔ وه يـې وئيل: راوړئ! ما ته يـې وښايئ!
بيا مونږ هغۀ ته قرآنِ کريم وښودلو۔ هغه واړولو راواړولو او وه يـې وئيل: ما له خو د دې لوستل نۀ راځي۔ نو مونږ هغۀ ته پۀ لوستلو واورولو۔
الله! الله! د قرآنِ کريم څومره ځانګړے شان دے، مونږ چې څنګه تِلاوت اوکړو، د قرآنِ مجيد مقدس الفاظ د اثر غشي جوړ شو او د هغۀ پۀ زړۀ ولګېدل، هغۀ تِلاوت اورېدو او ژړېدو، اخر يـې ووئيل: دا چې د کومې هستۍ کلام دے، حق جوړيږي چې د هغۀ نافرماني اونکړے شي۔ پۀ دې وئيلو هٰغه مُشرِک کلمه ووئيله او مسلمان شو۔
بيا مونږه هغه د ځان سره پۀ سمندري جاز کښې کښېنولو۔ پۀ لاره کښې هغۀ ته مونږه د قرآنِ کريم يو سُورت هم وښودلو۔ کله چې شپه شوه نو مونږ ټول خپلو بسترو ته روان شو، هٰغه نوي مسلمان شوي ووئيل: اے قومه! هٰغه خُدائے د چا شناخت چې تاسو زما سره اوکړو، آيا هغه اودۀ کيږي هم؟ مونږه ووئيل: نا، هغه حَیّ و قَیُّوم دے، هغۀ له نۀ خوب ورځي او نۀ پرکالي۔ دا يـې چې واورېدل نو هٰغه نوي مسلمان شوي ووئيل: دا بے ادبي ده چې اِنسان د خپل مالِک پۀ مخکښې اودۀ وي۔ دا يـې چې ووئيل نو هغه ودرېدو، ټوله شپه يـې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami