Share this link via
Personality Websites!
وَکَانَ رِزۡقُہٗ کَفَافًا وَرَضِیَ بِہٖ يعنې زېرے دے د هٰغه چا د پاره چا ته چې د اسلام هدايت ورکړے شو، قدرِ کفايت رِزق ورکړے شو او هغه پۀ هغې راضي دے۔ ([1])
تاج وتخت وحکومت مت دے کثرتِ مال و دولت مت دے
اپنی رِضا کا دیدے مُژدہ یااللہ مِری جھولی بھر دے([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د تَوحِيد د عقيدې يوه عملي تقاضا دا ده چې اِنسان پۀ الله پاک توکل اوکړي، پۀ هغۀ باور لري، کله چې مونږ اومنله چې مالِک هغه دے، رازِق هغه دے، خالِق هغه دے، حافِظ او ناصِر هغه دے، نو پکار دي چې پۀ خپل خالِق او مالِک باندې پوره پوره يقين هم کوو۔
کله چې يو غېر مسلمه کلمه ووئيله
عبدُ الواحِد بن زيد وائي: يو ځل زۀ پۀ سمندري سفر باندې ووم، ناڅاپه تېزه سيلۍ شروع شوه، هٰغه سيلۍ مونږه يوې شاړې جزيرې ته ورسولو، کله چې مونږ پۀ هٰغه جزيره کښې کوز شو نو وه مو کتل چې هلته يو کَس دے کوم چې د غېرُ الله پۀ عبادت کښې مصروف دے، مونږه ووئيل: مونږ خو به داسې مُشرِک ځان سره نۀ کښېنوو۔ هٰغه مُشرِک ووئيل: تاسو د چا عبادت کوئ؟ مونږه ووئيل: د الله پاک۔ وه يـې وئيل: الله څوک دے؟
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami