Share this link via
Personality Websites!
حضرت ابراهيم بن اَدهَم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته د يو غلام حاجت پېښ شو، هغوئي بازار ته تشريف يوړلو، يو غلام يـې واخستو او کور ته يـې راوستو، هغوئي د هٰغه غلام نه پوښتنه اوکړه: ستا څۀ نوم دے؟ غلام ووئيل: پۀ کوم نوم چې مې تاسو رابلئ، هغه به زما نوم وي، هغوئي پوښتنه اوکړه چې تۀ د کوم خوراک خوړلو عادت لرې؟ غلام ووئيل: څۀ چې تۀ راکوې خورم به يـې، بيا يـې پوښتنه اوکړه: چې که څۀ خواهش دې وي نو ووايه! غُلام ووئيل: څۀ چې ستاسو خواهش دے، هغه زما هم خواهش دے۔ زۀ خو غُلام يم او د غلام د دې څيزونو سره هيڅ تعلق نۀ وي۔ پۀ دې حضرت اِبراهيم بن اَدهم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ سوچ کښې ډوب شو: کاش چې زۀ هم د الله پاک داسې اطاعت ګزار وے نو څومره به ښه وه۔ ([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! دې ته وائي، بنده (يعنې غلام) کېدل، بنده هٰغه کَس وي د چا چې خپل څۀ خواهش نۀ وي، د چا چې خپله څۀ خوښه نۀ وي، بنده همېشه د خپل مالِک پۀ خوښه روان وي، ځکه مونږ له هم پکار دي چې که غريبي راشي، پرېشاني راشي، مصيبت راشي، چې څۀ هم وي، مونږ د الله پاک پۀ فېصله مطمئين يو، کله هم ګِيلې معنې پۀ خُله نۀ راولو۔
د الله پۀ رضا د راضي کېدونکو د پاره زېرے
د اللہ پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: طُوۡبٰی لِمَنۡ ھُدِیَ لِلۡاِسۡلَامِ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami