Share this link via
Personality Websites!
د غټو رېشو نه د جوړو کړے شوو رسو (Coarse Fiber Cords) نه بڼلے شوي کټ کښې ملاست دے، پۀ کټ باندې هيڅ بستره يا کپړه هم نۀ وه، کله چې سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د کټ نه پاڅېدو نو د هغوئي پۀ وجود مبارک باندې د بوڼ نخښې پرتې وې۔
د آقا کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دُنيا نه د بے رغبتۍ دا منظر يـې چې وليدو نو د عاشقِ صادِق حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ زړۀ راډک شو، د سترګو نه يـې اوښکې روانې شوې۔ سرورِ عالَم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې عاشقِ زار پۀ ژړا وليدو نو وه يـې فرمائيل: اے عمره! ولې ژاړې؟ عرض يـې اوکړو: پۀ خُدائے مې دې قَسم وي! ما ته معلومه ده چې تاسو د الله پاک رسول يـۍ، د الله پاک پۀ دربار کښې ستاسو ډېر اوچت مقام دے، تاسو د قېصر او کِسریٰ (رُوم او اِېران د بادشاهانو) نه د ډېر عزت والا يـۍ، يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! ما له ژړا پۀ دې خبره باندې راغله چې قېصر او کِسریٰ خو د دُنيا پۀ نعمتونو کښې پۀ عېش سره ژوند تېروي او تاسو د الله پاک د رسول کېدو باوجود داسې د دُنيا نه د بے پرواهۍ ژوند تېروئ؟ د عاشقِ زار اندېښنه چې يـې واورېدله نو سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: عُمره! آيا تۀ پۀ دې باندې راضي نۀ يـې چې د هٰغه غېر مسلمو د پاره دُنيا ده او زمونږ د پاره اخرت دے؟ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! تاسو وکتل چې زمونږه آقا، خوږ خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د دُنيا نه څومره بے رغبتي لرله، د دې ځائے د فاني نعمتونو او د عېش او عشرت
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami