Share this link via
Personality Websites!
پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے۔ ([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اورېدو نه مخكښې څۀ ښه ښه نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښېنم * ښه پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مونږ مسلمانان يو، د الله پاک پۀ فضل او کرم سره زمونږه رښتونې، پخه، سوچه او بالکل ښکاره او پۀ عقل کښې راتلونکې صفا سوتره عقيده ده چې * الله پاک يو دے * د هغۀ هيڅ څوک شريک نشته * هم هغه خالق دے * هم هغه مالِک دے * هم هغه ټولو له رزق ورکوي * هم هغه د ټولو پالونکے دے * د هغۀ پۀ ذات او صفتونو کښې د هغۀ پۀ شان نۀ څوک شته، او نۀ څوک کېدے شي * د هغه هيڅ مثال نشته * څوک د هغۀ سيال نشته * څوک د هغۀ برابر نشته * بس هم هغه يو واحِد او تنها د عبادت لائق دے۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami