Share this link via
Personality Websites!
حده پورې اِختيار کړے دے، زمونږه مخې ته صرف بس دُنيا وي، د اخرت فائدې ته ډېر کم خلق ګوري * زمونږ د ژوند مقصد: لوئي لوئي محلونه جوړول، ګاډي اخستل، مالداره کېدل، کاروبار زياتول * زمونږه د ورځې او شپې معمولات: ګټل، خوړل، اغوستل، اودۀ کېدل * زمونږه خواهشات: شهرت، عزت، واه واه، د ټولو نه جدا ښکارېدل، د ټولو نه ځانګړے اوسېدل * د افسوس خبره دا ده چې کوم خالص دِيني څيزونه دي، يعنې هٰغه کارونه پۀ کومو چې مونږ اخرت ګټلے شو، نن سبا خلق هٰغه د اخرت کارونه هم د دُنيا د خوندونو د پاره کوي، د مثال پۀ توګه * عِلم زده کول ښه عمل دے خو دلته عِلم صرف او صرف د نوکرۍ موندلو، د پېسې ګټلو د پاره زده کولے شي، ځکه خو خلق ډګريانې راجمع کوي، د عِلمِ دِين د زده کولو طرف ته پام نۀ کوي * دغه شان عبادت خو د اخرت د پاره کولے شي، خو دلته خلق عبادت هم د ښودنې د پاره کوي د پاره د دې چې پۀ دُنيا کښې عزت مېلاؤ شي، شهرت مېلاؤ شي، خلقو ته پته ولګي چې دے * ډېر سخي دے * ډېر نـمونځ ګزاره پرهېز ګاره دے۔
غرض دا چې زمونږ د نظر شروع او اِنتها صرف دُنيا جوړه شوي ، مونږ له څۀ د اخرت د پاره هم بچ ساتل پکار دي، دې طرف ته هډو پام نۀ کيږي، کاش چې مونږ د دُنيا پۀ ځائے د اخرت طلبګاران جوړ شو۔
د غېر مسلمو د پاره دُنيا او زمونږ د پاره اخرت
د مسلمانانو دوېم خليفه، حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دربار رسالت ته حاضر شو، وه يـې کتل چې د څرمنې يوه تکيه ده، کومه چې د کجورو د پوستکو نه ډکه کړے شوې ده، سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هٰغه تکيه ته ډډه وهلې ده او
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami