Share this link via
Personality Websites!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا ډېره د ځان پوهه کولو خبره ده، زمونږ پۀ زړونو کښې چې کوم خواهشات راځي: * د ګناهونو نه ډک خواهشات * د غفلت نه ډک خواهشات * فضول خواهشات * صرف د عارضي خوندونو خواهشات۔۔۔!! کله چې مونږ د دې خواهشاتو تابعدار جوړ شو او د دې خواهشاتو پۀ وجه د الله پاک حکمونه شاته وغورځوو، مثلاً خلق * د ګټې پۀ فِکر کښې نـمونځونه قضا کوي * د مال پۀ حِرص کښې دروغ وائي، ټګي کوي، دوکې ورکوي۔ پۀ قرآنِ کريم کښې دا د نفس خواهشات خُدائے جوړول ګرځولے شوي دي چې اِنسان د خپل نفسِ اَمَّاره [يعنې پۀ ګناهونو باندې د راپاروونکي نفس] تابعداري داسې کوي، لکه څنګه چې د الله پاک اطاعت کولے شي۔ دا اګر که شِرک نۀ دے يعنې اِنسان د خپل نفس د خواهشاتو پۀ ښکار کېدو د اِسلام نه نۀ بهر کيږي، البته! د تَوحِيد د عقيدې عملي تقاضا ده چې د خپل نفس پۀ مخالفت کولو د الله پاک پۀ اطاعت او فرمانبردارۍ کښې مشغول شې۔
مونږ او زمونږ د لذتونو(خوندونو)تابعداري
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د افسوس خبره ده چې نن مونږ پۀ دُنيا پرستۍ کښې څۀ ډېر مخکښې تلي يو، الله پاک د غېر مسلمو صفت بيان کړے:
اَذْهَبْتُمْ طَیِّبٰتِكُمْ فِیْ حَیَاتِكُمُ الدُّنْیَا وَ اسْتَمْتَعْتُمْ بِهَاۚ- (پارہ:26، سورۂ احقاف:20)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: تاسو د خپلې حصې پاک څيزونه د دُنيا پۀ ژوند کښې فنا کړي دي او د هغې نه مو فائده اوچته کړې ده۔
دا خو د غېر مسلمو صفت دے خو افسوس چې ډېرو مسلمانانو دا عېب هم د ډېره
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami