Share this link via
Personality Websites!
د الله پاک پۀ دربار کښې د پېش کېدو وِېره
حضرت شېخ سَعدي شِيرازي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: پۀ مسجد حرام شريف کښې ځينې خلق د کعبې شريفې سره نزدې پۀ عبادت کښې مصروف وو۔ ناڅاپه هغوئي يو کَس وليدو چې د کعبې دېوال يـې نيولے دے او پۀ سلګو سلګو ژاړي او د هغۀ پۀ شونډو باندې دا دُعا جاري ده، اے الله! که زما اعمال ستا د دربار لائق نۀ دي نو تۀ سبا پۀ قيامت کښې ما ړوند راپاڅوې۔
دا عجيبه دُعا چې يـې واورېدله نو خلق ډېر حېران شول، هغوئي د دُعا کوونکي نه پوښتنه اوکړه: اے شېخه! مونږ خو پۀ قيامت کښې د عافيت طلبګاران يو او تاسو د ړوند راپاڅولو دُعا کوئ، پۀ دې کښې څۀ راز دے؟ هٰغه کَس پۀ ژړا کښې جواب ورکړو: زما مطلب دا دے چې که زما اعمال د الله پاک د دربار لائق نۀ وي نو زۀ پۀ قيامت کښې دې د پاره ړوند پاڅېدل خوښووم چې زۀ د خلقو پۀ مخکښې وه نۀ شرمېږم۔ هٰغه ټولو خلقو چې دا عارفانه جواب واورېدو نو ډېر متاثره شولو او پوښتنه يـې اوکړه: اے شېخه! تاسو څوک يـئ؟ هغوئي جواب ورکړو: زۀ عبد القادر جيلاني يم۔ ([1])
تِرے خوف سے تِيرے ڈر سے ہمیشہ میں تھرتھر رہوں کانپتا یاالٰہی!
بنا دے مجھے نیک نیکوں کا صدقہ گناہوں سے ہر دَم بچا یاالٰہی!
عبادت میں گزرے مِری زندگانی کرم ہو کرم یاخُدا یاالٰہی! ([2])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami