Share this link via
Personality Websites!
او د قيامت ورځ به قائمېږي * هم هٰغه مالِکِ کريم، د عظيم قُدرتونو والا دے کوم چې به د دې دُنيا نه پس د حِساب ورځ مقرروي، آؤ! آؤ! پۀ هٰغه ورځ ما او تاسو، مونږ ټولو ته د رَبِّ کريم پۀ دربار کښې حاضرېدل او د خپلو اعمالو حِساب ورکول دي۔
د قيامت پۀ ورځ باندې به مخونه ټيټ وي
الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
وُجُوْهٌ یَّوْمَىٕذٍ مُّسْفِرَةٌۙ(۳۸) ضَاحِكَةٌ مُّسْتَبْشِرَةٌۚ(۳۹) وَ وُجُوْهٌ یَّوْمَىٕذٍ عَلَیْهَا غَبَرَةٌۙ(۴۰) تَرْهَقُهَا قَتَرَةٌؕ(۴۱)
(پارہ:30، سورۂ عبس:38-41)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: ډېر مخونه به پۀ هٰغه ورځ روښانه وي۔ پۀ خندا خندا به خوشحالۍ کوي۔ او پۀ ډېرو مخونو به پۀ هٰغه ورځ ګرد پروت وي۔ پۀ هغوئي به تور والے راخوريږي۔
اَللہُ اَکْبَر! کله چې به د قيامت ورځ وي، مونږ ټول به د الله پاک پۀ دربار کښې حاضر يو، پۀ هٰغه ورځ به هر يو پۀ يوه بيله پرېشانۍ کښې راګېر وي، ځينې به خوش قِسمته وي، د هغوئي مخونه به پړقېږي ځليږي، د خپلو نېکو اعمالو پۀ بدله ليدلو به د هغوئي پۀ مخونو باندې مُسکا راخوره وي او آه! ځينې به ګنهګاران وي، هغوئي به پۀ شرم کښې ډوب وي، د مخونو نه به يـې رُوح الوتے وي، او د هغوئي د مخونو نه به ذِلت څڅېږي۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د الله پاک پۀ دربار کښې د حاضرۍ منظر دے۔ مونږ ټول اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! پۀ تَوحِيد [يعنې د الله پاک پۀ يو والي] باندې پوخ اِيمان لرونکي يو، د دې عملي تقاضا ده چې مونږ د الله پاک پۀ دربار کښې د حاضرۍ نه حيا کوو او سوچ کوو چې پۀ کومو سترګو به د خپل رَبّ پۀ دربار کښې حاضرېږو۔۔۔؟
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami