Share this link via
Personality Websites!
اوکړو: اے الله پاکه! (زۀ ګنهګار ووم، چرې مې هم نېکي نۀ وه کړې) ماله ستا پۀ دربار کښې د حاضرۍ نه حيا راتلله، ځکه ما خپله اِيره پۀ هوا کښې د الوځولو وصيت اوکړو۔ بس د هغۀ داسې د الله پاک پۀ دربار کښې د حاضرۍ نه حيا کول د هغۀ پۀ کار راغلل او الله پاک هغۀ ته بخښنه او مغفرت اوکړو۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د الله پاک رحمت هم ډېر د کمال دے، چا ډېر ښه وئيلي دي:
رَحْمَتِ حَقْ بَہَا نَمِی جَوْیَد رَحْمَتِ حَقْ بَہَانَہ مِی جَوْیَد
مفهوم: يعنې د الله پاک د رحمت دا نۀ دي پکار چې لوئي لوئي نېکۍ وي، رحمتِ حق خو بس د بخښنې يوه بهانه ګوري، ځکه کله نا کله د وړوکې عمل پۀ وجه هم بخښنه کيږي۔
وړومبۍ تقاضا: د الله پاک پۀ دربار کښې د حاضرۍ نه حيا کوئ!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! حُضُور داتا ګنج بخش علي هجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم پۀ شروع کښې دا حديثِ پاک ذِکر کوي او مونږ له دا سبق راکوي چې کوم اِنسان د الله پاک پۀ وحدانيت باندې اِيمان لري، يو خو دا چې اخر د بخښنې حقدار کيږي، دوېم دا چې داسې کَس له پکار دي چې د الله پاک پۀ دربار کښې د حاضرۍ نه حيا کوي۔
واقعي خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! زۀ او تاسو، مونږ ټول مسلمانان يو، زمونږه دا اِيمان دے چې الله پاک شته * هغۀ دا دُنيا جوړه کړې ده * هم هغه به يوه ورځ دا دُنيا ختموي
[1]...بخاری، کتاب التوحید، باب قول اللہ تعالیٰ:يُرِيدُونَ أَنْ يُبَدِّلُوا...الخ، صفحہ:1808، حدیث:7508 مفہوماً، کشف المحجوب، کشف الحجاب الثانی فی التوحید، صفحہ:331۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami