Share this link via
Personality Websites!
داتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه او کَشفُ المَحجُوب
پۀ 20 صفر شريف د برِّ صغير پاک او هند د مشهور او معروف او د عظيم عِلمي او روحاني شخصيت حُضُور داتا ګنج بخش علي هجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عرس مبارک وي، داتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډېر لوئي ولي هم وو او ډېر لوئي عالِم هم وو، د هغوئي کتاب دے: کَشفُ المَحجُوب۔ پۀ دې کتاب کښې هغوئي ډېره لويه عِلمي خزانه بيان کړې ده۔ د کَشفُ المَحجُوب پۀ رڼا کښې د تَوحِيد د عقيدې ځينې عملي تقاضې واورئ!
د الله پاک نه حيا
حُضُور داتا ګنج بخش علي هجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې د تَوحِيد د عقيدې خبره شروع کړه نو بالکل هم پۀ شروع کښې هغوئي يو حديثِ پاک وليکلو، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: ستاسو نه پۀ مخکښېنو قومونو کښې يو کَس وو، هغۀ د تَوحِيد پۀ عقيده باندې پوخ اِيمان لرلو خو چرې يـې هم څۀ نېکي نۀ وه کړې، کله چې د هغۀ اخري وخت راغلو نو هغۀ خپل کور والؤ ته ووئيل: کله چې زۀ مړ شم نو ما وسېزئ، بيا زما اِيره واخلئ او نيمه اېره پۀ طوفان کښې والوځوئ او نيمه درياب ته وغورځوئ۔ نو کله چې هٰغه اِيمان والا مسلمان وفات شو نو کور والؤ يـې پۀ وصيت باندې عمل اوکړو، کله چې د هغۀ اِيره پۀ هوا کښې والوځولے شوه نو الله پاک هوا ته حُکم اوکړو: د هغۀ اِيره حاضره کړئ! کومه اِيره چې درياب ته غورځولے شوې وه، درياب ته الله پاک حُکم اوکړو: اِيره حاضره کړئ! نو د هغۀ د پوره اِيرې نه بيرته د هغۀ پوره وجود تيار کړے شو، د الله پاک پۀ دربار کښې حاضر کړے شو، رَبِّ کريم وفرمائيل: تا داسې ولې اوکړل؟ هٰغه کَس عرض
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami