Share this link via
Personality Websites!
473394
9238
ځکه د هغوئي د دې نظريې نفي اوکړے شوه او وفرمائيلے شو:
لَّا تَجْزِیْ نَفْسٌ عَنْ نَّفْسٍ شَیْــٴًـا وَّ لَا یُقْبَلُ مِنْهَا شَفَاعَةٌ (پارہ:1، سورۀ بقره:48)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: پۀ کومه ورځ به چې يو کَس هُم د بل له طرفه بدله نۀ ورکوي او نۀ به څۀ سفارش منلے کيږي۔
يعنې داسې نۀ ده چې * که تاسو هر څۀ کوئ! * کلمه هم نۀ لولئ! * اِيمان هم نۀ قبلوئ! د نبيانو سپکاوے کوئ او مرتد هم شئ! * د رَبّ د کلام تورات شريف سپکاوے هم کوئ، بيا به هم ستاسو شفاعت وشي او تاسو به جَنَّت ته لاړ شئ، نا، نا۔۔۔!! داسې به هيڅ کله نۀ کيږي بلکې تاسو ته به نن، د دُنيا پۀ دې ژوند کښې پخپله ځان د جَنَّت حقدار جوړول وي۔
معلومه شوه چې مونږ اُمېد پۀ چا پورې هم نشو تړلے، نۀ خو دا کېدے شي چې د شفاعت پۀ اُميد باندې عمل پرېږدو او نۀ دا هم صحيح دي چې د عمل پۀ باور باندې د شفاعت نه اِنکار اوکړو، پۀ شفاعت باندې يقين هم ساتل دي او عمل هم کول دي وګورئ چې صحابۀ کرام عَليهمُ الرّضوَان کوم چې پۀ ټولو اُمتونو کښې د ټولو نه د اوچتې مرتبې والا دي، دوئي زمونږ د پاره معيار دے، دې د اوچتو مرتبو حضراتو به پۀ شفاعت باندې يقين هم لرلو او ورسره ورسره به يـې نېک اعمال هم کول۔
* يو ځل خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل شفاعت ذِکر وفرمائيلو، صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! دُعا اوکړئ چې زمونږه هم شفاعت نصيب شي۔ حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُعا اوکړه: اَللّٰہُمَّ اجْعَلْہُمْ مِنْ اَہْلِہَا اے کريم مالِکه! دوئي د شفاعت حقدار جوړ کړې۔ لږ ساعت پس
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami