Share this link via
Personality Websites!
473393
9238
اوس سوال دا دے چې کله د دې آيتونو او حديثونو نه دا ثابته ده چې د قيامت پۀ ورځ باندې به شفاعت هم کولے شي او دا شفاعت به قبليږي هم نو بيا دا ولې وفرمائيلے شو:
لَّا تَجْزِیْ نَفْسٌ عَنْ نَّفْسٍ شَیْــٴًـا وَّ لَا یُقْبَلُ مِنْهَا شَفَاعَةٌ (پارہ:1، سورۀ بقره:48)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: پۀ کومه ورځ به چې يو کَس هُم د بل له طرفه بدله نۀ ورکوي او نۀ به څۀ سفارش منلے کيږي۔
د دې سوال جواب دا دے چې پۀ اصل کښې پۀ دې ځائے کښې د بني اِسرائيلو د شفاعت د نظريې نفي کيږي، د بني اِسرائيلو نظريه څۀ وه؟ هغوئي شفاعت څۀ ګڼلو؟ الله پاک فرمائي:
وَ قَالُوْا لَنْ تَمَسَّنَا النَّارُ اِلَّاۤ اَیَّامًا مَّعْدُوْدَةًؕ-(پارہ:1، سورۀ بقره:80)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او هغوئي ووئيل: مونږ ته به وور نۀ رسېږي خو د شمېر يو څو ورځې۔
يعنې بني اِسرائيلو دا منل چې که مونږ هر څۀ اوکړو * که مونږ کلمه وايو او که نۀ وايو * که مونږ د الله پاک پۀ حکمونو باندې عمل کوو او که نۀ کوو * که مونږ نېکۍ کوو او که نۀ کوو * که مونږ انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام شهيدان کړو * که مونږه تورات شريف بدل کړو * د رَبّ پۀ کلام کښې د ځانه خبرې شاملې کړو * پۀ دُنيا کښې عېش اوکړو * موج مستي کوو، که هر څۀ کوو زمونږه بزرګان، زمونږه مشران د کومو چې مونږ اولاد يو، هغوئي به شفاعت اوکړي او مونږ به د دوزخ نه ازاد کړي، ځکه مونږ ته پۀ دوزخ کښې د شمار يو څو ورځې تېرول دي۔ ([1]) ګويا دوئي دا ګڼله چې پۀ جَنَّت زمونږه ټېکه داري ده،
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami