Share this link via
Personality Websites!
473392
9238
اِذًا لَا اَرْضٰی وَوَاحِدٌ مِنْ اُمَّتِيْ فِي النَّار يعنې (چې دا وعده چې رَبِّ کريم به ما راضي کوي نو) پۀ الله پاک مې دې قَسم وي! بيا خو چې د څو پورې زما يو اُمتي هم پۀ دوزخ کښې وي، زۀ به هډو راضي کېږم نۀ۔ ([1])
* پۀ 15 سيپاره، د سورۀ بني اِسرائيل آيت: 79 کښې اِرشاد دے:
عَسٰۤى اَنْ یَّبْعَثَكَ رَبُّكَ مَقَامًا مَّحْمُوْدًا(۷۹) (پارہ:15، سورۀ بنی اسرائیل:79)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نزدې ده چې ستا رَبّ به تا ته داسې مقام درعطا کړي چې هلته ټول ستا حَمد اوکړي۔
پۀ حديثِ پاک کښې دي: د رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه پوښتنه اوکړے شوه: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! مقامِ محمود څۀ دے؟ وه يـې فرمائيل: هُوَ الشَّفَاعَةُ هغه شفاعت دے۔ ([2])
پۀ حديثِ پاک کښې دي: شفاعت کوونکي آقا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: شَفَاعَتِي يَوْمَ الْقِيَامَةِ حَقٌّ حق خبره دا ده چې زۀ به د قيامت پۀ ورځ شفاعت کووم فَمَنْ لَمْ يُؤْمِنْ بِهَا لَمْ يَکُنْ مِنْ اَهْلِهَا څوک چې پۀ دې باندې اِيمان را نۀ وړي هغه به د دې قابِل نۀ وي۔ ([3])
آج لے اُن کی پناہ، آج مدد مانگ اُن سے
کل نہ مَانیں گے قیامت میں اگر مَان گیا([4])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami