Share this link via
Personality Websites!
473389
9238
يعنې داسې به نۀ کيږي چې پلار غېر مسلمه دے، د هغۀ ځوي مسلمان دے نو داسې دې ووئيلے شي چې غېر مسلمه جَنَّت ته ولېږلے شي او د هغۀ پۀ ځائے د هغۀ مسلمان ځوي دې دوزخ ته وغورځولے شي۔
وَّ لَا یُقْبَلُ مِنْهَا شَفَاعَةٌ (پارہ: 1، سورۀ بقره: 48)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او نۀ به څۀ سفارش منلے کيږي۔
يعنې د هيڅ يو غېر مسلمه پۀ حق کښې به شفاعت نۀ قبلېږي، قبلېدل به څۀ وي چې څوک د غېر مسلمو شفاعت کوونکے به هم نۀ وي۔
وَّ لَا یُؤْخَذُ مِنْهَا عَدْلٌ وَّ لَا هُمْ یُنْصَرُوْنَ(۴۸) (پارہ: 1، سورۀ بقره: 48)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او نۀ به ترېنه څۀ عوض اخستلے کيږي او نۀ به يـې مدد کيږي۔
يعنې نۀ خو به داسې کيږي چې د چا د جُرم پۀ بدله کښې به فِديه قبوله کړے شي او هغه به د عذاب نه خلاص کړے شي، نۀ به څوک مسلمان د غېر مسلمه مدد کولے شي۔
داسې ووايئ چې د مدد 4 حالتونه وي: (1): مدد کوونکے چې خپل ملګرے د مَټو پۀ زور خلاص کړي، هغې ته نُصرَتْ وئيلے شي (2): مدد کوونکے چې خپل ملګرے پۀ سفارش کولو بچ کړي هغې ته شَفَاعَت وئيلے شي (3): مدد کوونکے چې د مُجرم د ذِمې حقونه ادا کړي او بچ يـې کړي، هغې ته جزا وئيلے شي (4): مدد کوونکے چې جُرمانه ادا کړي او بچ يـې کړي، هغې ته بدله ورکول وئيلے شي۔ د دې څلور قِسمه مدد نفي اوکړے شوه۔ ([1]) او وه فرمائيلے شو چې د قيامت پۀ ورځ به نۀ خو څوک غېر مسلمه د مَټو پۀ زور خلاص کړے شي، نۀ به څوک د دوئي شفاعت کوي، نۀ به د دوئي د ذِمې حقونه ادا کړے شي، نۀ به د دوئي پۀ بدله جرمانه قبوله کړے شي، د قيامت پۀ مېدان کښې به د
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami