Share this link via
Personality Websites!
473388
9238
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د هٰغه ورځې نه وېرېږئ پۀ کومه ورځ به چې يو کَس هُم د بل له طرفه بدله نۀ ورکوي او نۀ به څۀ سفارش منلے کيږي او نۀ به ترېنه څۀ عوض اخستلے کيږي او نۀ به يـې مدد کيږي۔
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ د وړومبۍ سيپارې د سورۀ بقره، د آيت: 48 د اورېدو سعادت حاصل کړو، پۀ دې آيت کښې پۀ بنيادي توګه د قيامت پۀ باره کښې د ځينو نظرياتو نفي شوې ده، بني اِسرائيلو کومو چې به پۀ تورات شريف د اِيمان راوړو دعویٰ لرله، دوئي ته پۀ مکمل يقين سره معلومه شوه چې رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رښتونے نبي دے، اِسلام رښتونے دِين دے، د دې باوجود به دې خلقو کلمه نۀ وئيله، اِيمان به يـې نۀ قبلولو، د دې چې کومه يوه بنيادي وجه ده، هغه د هغوئي د قيامت پۀ باره کښې غلطې نظريې وې، ځکه د هغوئي د غلطو نظريو نفي اوکړے شوه او هغوئي له د اِيمان راوړو دعوت ورکړے شو، اِرشاد دے:
وَ اتَّقُوْا یَوْمًا (پارہ: 1، سورۀ بقره: 48)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د هٰغه ورځې نه وېرېږئ۔
د کومې ورځې نه؟
لَّا تَجْزِیْ نَفْسٌ عَنْ نَّفْسٍ شَیْــٴًـا (پارہ: 1، سورۀ بقره: 48)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: پۀ کومه ورځ به چې يو کَس هُم د بل له طرفه بدله نۀ ورکوي۔
دا د قيامت ورځ ده، د هٰغې ورځې دستور به څۀ وي؟ هيڅ يو کس به د چا بدله نشي کېدے،
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami