Share this link via
Personality Websites!
473405
9238
شفاعت ته مو سترګې وي او ګناهونه ښه ډاډه کوو، نا۔۔۔!! نا، د نېک اعمالو ډېر ضرورت دے ځکه چې د قيامت د اِمتحان اصلي بنياد هم پۀ اعمالو باندې اېښودے شوے دے، ځکه مونږ له پکار دي چې د نېک اعمالو طرف ته توجه اوکړو، د هرې وړې نه وړه او د لوئي نه لوئي نېکي هر وخت کوو، يوه نېکي هم کمه نۀ ګڼو۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي: نبي کريم رؤف رحيم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: لَا تَحْقِرَنَّ مِنَ الْمَعْرُوفِ شَيْئًا، وَلَوْ اَنْ تَلْقَى اَخَاكَ بِوَجْهٍ طَلْقٍ يعنې يوه نېکي هم کم تره مۀ ګڼئ۔۔۔! اګر چې د خپل (مسلمان) ورور سره پۀ روڼ تندې(د زړۀ پۀ خوشحالۍ )د مېلاؤېدو نېکي وي۔ ([1])
الله پاک دې مونږ ته د شفاعت پۀ عقيده باندې د پوخ ايمان لرلو، د الله پاک د رحمت د پوره اُمېد لرلو او ورسره ورسره د نېک کارونو کولو، د ګناهونو نه د بچ کېدو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دعوتِ اسلامي د جديد ټېکنالوجۍ پۀ ذريعه هم پۀ مختلف انداز کښې د نېکۍ د دعوت پۀ عام کولو کښې مصروف دے، دې لړ کښې اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي د I.T ډيپارټمنټ له خوا ډېر ښکلے، ځانګړے او ډېر فائده مند موبائل ايپلي کېشن د بهارِ شريعت (Bahar e shariyat) پۀ نوم جاري کړے شوے دے * د صدر الشّريعه، مولانا امجد علي اعظمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ډېر اعلیٰ کتاب بهارِ شريعت درې واړه جلدونه پۀ دې ايپلي کېشن کښې شامل کړے شوي دي * د دې نه علاوه پۀ بهارِ شريعت کښې شامل د قرآنِ پاک آيتونه، حديثونه، اصطلاحات او لغت د دې ايپلي کېشن حصه ده * تاسو پۀ ايپلي کېشن کښې متن هم لټولے شئ * د سرچ نور ښه کولو
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami