Share this link via
Personality Websites!
473403
9238
ستا اعمالو تۀ وروستو کړے يـې۔ ([1])
الله! الله! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! معلومه شوه چې د قيامت پۀ ورځ باندې به د اعمالو ډېر اهميت وي، څوک چې کاميابي مومي نو د نېکو پۀ ذريعه به يـې مومي او څوک چې وروستو پاتې کيږي نو هغه به د خپلو ګناهونو پۀ وجه باندې وروستو پاتې کيږي۔
پۀ حديثِ پاک کښې دي: د مړي سره درې څيزونه ځي، دوه واپس راځي او يو د هغۀ سره پاتې کيږي۔ (1): د هغۀ کور والا او بال بچ (2): د هغۀ مال او (3): د هغۀ عمل ورسره ځي، بيا مال او کور والا او بال بچ (Family) خو واپس راځي خو د هغۀ عمل هُم د هغۀ سره پاتې کيږي۔ ([2])
ہائے غافِل وہ کیا جگہ ہے جہاں
پانچ جاتے ہیں چار پِھرتے ہیں
وضاحت: آه! اے غافله۔۔۔!! غور خو اوکړه چې هٰغه څومره د عِبرت ځائے دے، چرته چې 5 ځي: يو مړے او 4 اوچتوونکي خو د هلته نه واپس صرف 4 واپس راځي، مړے قبر ته کوزولے کيږي۔
پۀ يو روايت کښې دي: يوه ورځ د الله پاک اخري نبي، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: ستاسو، ستاسو د کور والا او بال بچ، مال او اعمالو مثال د هٰغه کَس پۀ شان دے، د چا چې درې خواږۀ دوستان وي، کله چې د هغۀ د مرګ وخت رانزدې شي نو هغه خپل درې واړه دوستان راوبلي او يو ته ووائي: تۀ زما حالت وينې، دا ووايه چې تۀ زما د پاره څۀ کولے شې؟ هغه جواب ورکوي: زۀ ستا د پاره دومره کولے شم چې في الحال ستا تپوس اوکړم، ستا
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami