Share this link via
Personality Websites!
473399
9238
خوب احکامِ شریعت کا وہ فرماتے خیال
اتباعِ دیں میں اُن کی ذات تھی روشن مثال
شرعی احکامات کے پابند تھے احمد رضا
اِس لئے تو اتنی دل آویز تھی اِک اِک ادا
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے۔۔۔!! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا سبق دے، د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ شفاعت باندې څومره يقين دے۔۔۔؟ فرمائي:
حِرْزِ جاں ذِکْرِ شفاعت کیجئے! نار سے بچنے کی صُورت کیجئے!([1])
وضاحت: يعنې اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! شپه او ورځ، سحر او ماښام د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شفاعت ذِکر کوئ! ولې؟ ځکه چې څوک شفاعت مني، د هغۀ شفاعت نصيب کيږي، لهذا د شفاعت ذِکر به د دوزخ نه د ازادۍ ذريعه جوړه شي۔
پۀ يو بل ځائے کښې فرمائي:
گنہ گاروں کو ہاتف سے نویدِ خُوش مآلی ہے
مُبارَک ہو شفاعت کے لئے احمد سا والی ہے([2])
وضاحت: يعنې د غېب نه ګنهګارانو ته د ښه انجام زېرے ورکړے شوے دے، دا اِعلان شوے دے چې اے ګنهګارانو! مبارک شئ۔۔۔!! مُحَمَّدِ مصطفٰے، احمدِ مجتبیٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به ستاسو شفاعت کوي۔
دا د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د شفاعت پۀ باره کښې عقيده وه او عمل مبارک ته يـې وګورئ چې ټول عمر فرض خو فرض دي، واجب خو واجب دي چې هغوئي به پۀ سُنَّتو او مُستَحَبَّاتو باندې هم پۀ اِستقامت باندې عمل کولو۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami