Share this link via
Personality Websites!
473398
9238
نه قرض ګناهونه مېلاؤ شي د پاره د دې چې زمونږه هم شفاعت نصيب شي او مونږه هم د دې سعادت نه خوندونه اخستونکي جوړ شو۔
دا د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د شفاعت عقيده ده، اوس يـې لږ عمل ته وګورئ! هغوئي ټول عمر د جَمعې سره نـمونځ اوکړو * چې د جمعې سره نـمونځ اوکړي، دې د پاره به هغوئي پېسې هم لګولې، د مال او د دولت نقصان به يـې هم برداشت کولو خو د جَمعې سره نـمونځ به يـې نۀ قضا کولو * يو ځل هغوئي ناروغه وو، تللے نۀ شو، پۀ داسې حالت کښې د جَمعې سره نـمونځ معاف وي خو د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه جذبې ته وګورئ! پۀ داسې حالت کښې به هم هغوئي ټول نـمونځونه د جَمعې سره ادا کول، هغوئي به پۀ کُرسۍ کښې کېناستو، 4 کسانو به کرسۍ مبارکه اوچتوله او هغوئي به يـې جومات ته بوتللو او د جَمعې سره به يـې نـمونځ کولو۔ ([1])
د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عظيمُ الشانه تقویٰ
د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ژوند مبارک اخري رَمَضَانُ المُبَارَک پۀ کال 1339 هجرۍ کښې وو، دا سخته ګرمي وه، بيا د عمر مبارک اخرۍ ورځې۔۔۔!! هغوئي ناروغه هم وو۔ پۀ داسې حالت کښې شريعت اجازت ورکوي خو د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپل ځان پۀ باره کښې څۀ فتویٰ وه، واورئ! هغوئي وفرمائيل: پۀ بريلي شريف کښې د سختې ګرمۍ پۀ وجه زما د پاره روژې نيول ممکن نۀ دي خو پۀ غر کښې يخني وي، د دې ځائے نه نيني تال نزدې دے، پۀ بهوالي غر کښې روژه نيولے کېدے شي، زۀ هلته تللے شم، ځکه ما د پاره هلته روژې نيول فرض دي۔ نو هغوئي هٰغه رَمَضَانُ المُبَارَک هلته پۀ غر کښې تېر کړو او ټولې روژې يـې ونيولې۔ ([2])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami