Share this link via
Personality Websites!
473397
9238
داؤد طائي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ووئيل: چې د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اولاد دومره وېرېږي نو بيا زۀ څوک يم، زۀ څنګه پۀ خپلو اعمالو باندې باور کولے شم۔ ([1])
اَللہُ اَکْبَر! هٰغه د اهلِ بيتو عَليهمُ الرّضوَان عقيده ده چې ټول پۀ شريکه توګه پۀ شفاعت باندې يقين لري او دا د اهلِ بيتو عَليهمُ الرّضوَان عمل مبارک دے چې هر وخت وېرېږي۔
* اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به پۀ شفاعت باندې يقين لرلو او اعمال يـې څنګه وو؟ ټوله ټوله شپه به يـې نفلونه کول، پۀ يو رکعت کښې به يـې د ټول قرآنِ کريم ختم کولو، ټوله ټوله شپه به يـې د الله پاک د وېري نه ژړل۔ ([2])
* دغه شان غوثِ پاک، شېخ عبد القادر جېلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ شفاعت باندې يقين لرلو، بيا يـې هم د 40 کالو پورې د ماسخوتن پۀ اوداسۀ د سحر نـمونځ ادا کړو، پۀ کلونو کلونو يـې پۀ ځنګلونو کښې مجاهدات اوکړل ([3]) * حضرت خواجه اجمير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ شفاعت باندې يقين هم لرلو او د دې سره سره به يـې ټوله شپه عبادت هم کولو * بلکې لرې به څۀ ځو، زمونږ پۀ دې سيمه برِّ صغير کښې د شفاعت د عقيدې پۀ هر ځائے کښې بيانوونکے اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دے، هغوئي دومره پۀ خوږ انداز کښې د شفاعت عقيده بيان کړې ده چې د دې هډو مثال نۀ مېلاؤېږي، فرمائي:
کیا ہی ذَوْق اَفْزا شَفَاعت ہے تمہاری واہ واہ
قرض لیتی ہے گُنہ پرہیزگاری واہ واہ([4])
وضاحت: يعنې يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! تاسو به د قيامت پۀ ورځ دومره پۀ کمالي انداز کښې شفاعت کوئ چې د چا سره ګناهونه نۀ وي، هغوئي به هم غواړي چې د چا
[1]... کشف المحجوب، باب الثامن فی ذکر ...الخ، باب صفوۃ ابو محمد جعفر بن محمد بن علی ...الخ، صفحہ:104۔
[2]... تاریخِ بغداد، رقم:7297، النعمان بن ثابت، ما ذکر من عبادۃ ابی حنیفۃ و ورعہ، جلد:13، صفحہ:353۔
[3]... بہجۃ الاسرار، ذکر طریقہ رضی اللہ عنہ، صفحہ:164 و165 ملتقطًا خلاصۃً۔
[4]... حدائقِ بخشش، صفحہ:134۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami