Share this link via
Personality Websites!
شېطان خبيث چې څومره سرکشه او ضدي دے، مونږ له پۀ نېکو باندې د دې نه 4 چنده اِستقامت اِختيارول پکار دي، بيا به چرته د دې خبيث نه بچ کيږو۔
نفس و شیطان ہوگئے غالِب ان کے چُنگل سے تُو چُھڑا یاربّ!
کر کے توبہ میں پھر گناہوں میں ہو ہی جاتا ہوں مُبتَلا یاربّ!
الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
اِنَّ الشَّیْطٰنَ لَكُمْ عَدُوٌّ فَاتَّخِذُوْهُ عَدُوًّاؕ- (پارہ:22،سورۂ فاطر:6)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه شېطان ستاسو دښمن دے نو تاسو هُم هغه دښمن وګڼئ۔
يعنې اے خلقو! د الله پاک پۀ فرمانبردارۍ کولو سره د شيطان سره دښمني اوکړئ او د الله پاک پۀ نافرمانۍ کښې د شېطان پۀ لاره مۀ ځئ ! په هر حال کښې هغه همېشه دښمن ګڼئ! ([1])
پۀ يو ځائے کښې الله پاک فرمائي:
اَفَتَتَّخِذُوْنَهٗ وَ ذُرِّیَّتَهٗۤ اَوْلِیَآءَ مِنْ دُوْنِیْ وَ هُمْ لَكُمْ عَدُوٌّؕ-بِئْسَ لِلظّٰلِمِیْنَ بَدَلًا(۵۰) (پارہ:15، سورۂ کہف:50)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو (اے خلقو!) آيا تاسو هغه او د هغۀ اولاد زما نه سِوا خپل دوستان جوړوئ حالانکې هغوئي ستاسو دښمنان دي، د ظالـمانو د پاره څۀ بده بدله ده۔
يعنې اے خلقو! آيا تاسو شېطان او د هغه اولاد زما نه علاوه دوستان جوړوئ! يعنې زما بندګي پرېږدئ او پۀ هغه پسې ځئ۔۔۔!! حالانکې رښتيا دا دي چې شېطان هم
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami