Share this link via
Personality Websites!
تول کښې کمے اوکړو * کله مو پۀ دوکه نقلي نوټ راوړو، داسې څومره نقصانونه کوو، آيا بازار ته تلل هم پرېږدئ؟ نۀ يـې پرېږدئ نو جومات ته تلل مو ولې پرېښودل؟ * داسې به هم پۀ زرګونو خلق وي، کوم چې ږيرې پرېږدي خو يو نيم کَس ورله پۀ نادانۍ کښې پېغور ورکړي، بس هم د هغې نه مايوسه شي او ږيره وخرېوي او د ګناه طرف ته لاړ شي * بعضې پۀ وړو وړو خبرو نفرت شروع کړي، مثلاً * څوک يو ږيرې والا يـې پۀ دروغو وغېره وئيلو وليدو، بس الله مو دې د مُليانو نه وساتي۔ اِنسان ترې پوښته اوکړي چې وروره! که د يوې ږيرې والا دروغ ووئيل نو آيا ټول داسې شول؟ نۀ شول۔ نو تاسو د دې يوې غلطۍ پۀ وجه د دِين نه ولې وروستو کېږئ؟ * ځينې دِيني اِجتماعاتو ته راشي خو نازک مزاجي يـې داسې وي چې که چا ديکه ورکړه، د اوداسۀ پۀ ځائے کښې اوبۀ ختمې شوې، پۀ واش رُومز کښې پۀ اوږد قطار کښې ودرېدو، داسې پۀ وړو وړو خبرو باندې نفرت شروع کړي او بيا د نېکو طرف ته راتلل پرېږدي۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! لږ غور اوکړئ چې شېطان څومره خبيث دے، دې بد بخته ته معلومه وه چې پۀ انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام باندې د دۀ هيڅ وَس نۀ رسي، د دې باوجود چې کله حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د حضرت اِسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام د قربانۍ د پاره مِنیٰ ته روان شو نو دا بد بخته د وسوسې اچولو د پاره راغلو، هغوئي عَلَیْهِ السَّلَام دے پۀ کاڼو ووېشتو، دے پۀ زمکه دننه شو، بيا راغلو، بيا پۀ کاڼو ووېشتے شو، بيا راغلو، بيا پۀ کاڼو وېشتے شو او پۀ زمکه ننباسلے شو۔ ([1])
تاسو وګورئ چې څومره د ذِلت سره مخ وو، بيا هم نۀ منع کېدو۔ بل طرف ته مونږ يو، پۀ معمولي شان خبره باندې د نېکۍ نه وروستو کيږو۔ خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! ياد ساتئ چې د کاميابۍ موندلو د پاره د دښمن نه څلور قدمه مخکښې اوسېدل پکار وي،
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami