Share this link via
Personality Websites!
بد بخته څومره خبيث دے، دا وړومبے د دوست پۀ شکل کښې راغلو، بَرصِيصَا هغه ورټلو۔ خو دے د ذليله کېدو باوجود د خپل مِشن نه پشا نۀ شو بلکې د مخکښې نه زيات کلک ودرېدو، د بَرصِيصَا د عبادت خانې مخې ته يـې درې ورځې او درې شپې بغېر د اودۀ کېدو، بغېر د ستړي کېدو، بغېر د څۀ خوړلو څکلو نه مسلسل عبادت کولو۔
تاسو د دې بد بخته پۀ ضد باندې لږ غور اوکړئ! دا دومره خبيثه دښمن دے، چې څومره هم دا ذليله کړے شي، بيا هم پۀ اِنسان پسې ورپسې وي، ورپسې وي، وسوسي وراچوي، کوششونه کوي، چې يوه وسوسه ختمه کړې، دوېمه ختمه کړې نو درېمه اچوي، که دے ذليله کړے شې اَعُوْذُ بِاللہ ولولې او وه يـې سېزې! لَاحَوْل شريف ولولې او پۀ مخه يـې کړې! خو دا دومره بے حيا دے چې نۀ وروستو کيږي۔ د دې پورې چې پۀ کتابونو کښې ليکلے شوي دي: چې کله اِنسان قبر ته کوز کړے شي نو شېطان هم د مړي سره کوز شي، هلته هم د منکر نکير د سوالونو پۀ جوابونو ورکولو کښې د دوکه کولو کوشش کوي۔([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! يو اړخ ته زمونږ ډېر خبيث دښمن داسې ضد کوي او بل اړخ ته زمونږ حال ته نظر اوکړئ: * پۀ معاشره کښې به ډېر داسې خلق مېلاؤ شي کوم چې وائي: يو ځل زۀ جومات ته تلے ووم، پېزار رانه ورک شو، بس د هغې نه پس هډو تلے نۀ يم۔
لَاحَوْلَ وَلَا قُوَّۃَ اِلَّا بِاللہ! صرف يو ځل پۀ اتفاقي توګه چې نقصان وشو نو جومات ته تلل مو پرېښودل، تاسو د داسې خلقو نه پوښتنه اوکړئ چې وروره! پۀ بازار کښې مو څو ځله نقصان کړے دے؟ کېدے شي چې ډېر ځل مو کړے وي * څۀ مو واخستل نو نقصان وشو * کله مو پۀ هېره پېسې ډيرې ورکړې، وروستو واپس مېلاؤ نۀ شوې * کله دکاندار پۀ ناپ
[1]...نوادر الاصول، الاصل السابع والسبعون والمائتان فی الحکمۃ فی فتانی القبر، جلد:2، صفحہ:387 ماخوذاً۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami