Share this link via
Personality Websites!
مجھے ایسے عمل کی دے توفیق کہ ہو راضی تری رضا یاربّ!
جس نے اپنے لئے برائی کی ہے یہ نادان وہ برا یاربّ!
تو حسنؔ کو اٹھا حسن کر کے ہو مع الخیر خاتمہ یارب!([1])
خُدايه! د خرابې خاتمې نه مو بچ کړې
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږه د بَرصيصَا عبرتناکه واقعه واورېدله، پۀ دې واقعه کښې * د شرابو د بدۍ هم سبق دے چې بَرصيصَا شراب وړه ګناه وګڼله خو د دې پۀ خباثت سره پۀ قتل او بدکارۍ کښې هم اخته شو، معلومه شوه چې شراب څۀ وړه ګناه نۀ ده، بلکې د حديثِ پاک مطابق شراب اُمُّ الخَبَائِث (يعنې د ګناهونو جرړه) ده([2]) * داسې پۀ دې واقعه کښې زمونږ د پاره د الله پاک د پټ تدبير نه د وېريدو هم دَرس دے، آه! څومره د عبرت خبره ده چې 200 کاله د ګناهونو کولو نه بغېر صرف او صرف پۀ عبادت کښې مصروفه اوسېدونکے کَس اخر پۀ کُفر کښې اخته شو او غېر مسلمه د دُنيا نه لاړو۔ سوچ اوکړئ چې د دومره لوئي عبادت ګزار اَنجام داسې شو نو مونږ د خپلې خرابې خاتمې نه بے فِکره کېدے څنګه شو، بس مونږ له هر وخت فِکر مند اوسېدل پکار دي چې الله پاک مو ښه خاتِمه نصيب کړي۔ کاش چې د دُنيا نه د تللو پۀ وخت مو کلمه طيبه وئيل نصيب شي۔
خدایا بُرے خاتمے سے بچانا پڑھوں کلمہ جب نکلے دَم یااِلٰہی! ([3])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د بَرصِيصَا پۀ واقعه باندې لګ نور غور اوکړئ! شېطان
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami