Share this link via
Personality Websites!
بَرصِيصا ووئيل: ما چې د کوم رَبِّ کريم دومره عبادت کړے دے، اوس زۀ د هغۀ نافرماني څنګه کولے شم؟ شېطان ووئيل: اِنسان چې کله ګناه اوکړي نو د معذرت طرف ته ځي (د الله پاک نه وېرېدل او د هغۀ د بخښنې سوالي جوړېدل دي، لهذا د داسې حالت موندلو د پاره به تا ته ګناه کول وي)۔
د شېطان دا خبره چې يـې واورېده نو بَر صِيصا تېر وتو او وه يـې وئيل: ښه ووايه کومه ګناه اوکړم؟ * شېطان ووئيل: زِنا اوکړه! بَر صِيصا انکار اوکړو۔ * شېطان ووئيل: څوک مړ کړه! بَرصِيصا پۀ دې هم راضي نۀ شو۔ * شېطان ووئيل: ځه بيا شراب وڅښه! پۀ دې باندې بَرصِيصا راضي شو۔ هغۀ شراب واخستل، هغه يـې وڅښل او نشه شو، د نشې پۀ حالت کښې هغۀ زنا هم اوکړه او د ناحقه قتل ګناه يـې هم اوکړه۔ چې کله هغه دومره غټ جرمونه اوکړل نو هغه اونيولے شو، هغۀ ته پۀ دار د خېژولو سزا واورولے شوه، چې کله هغه د پهانسۍ تختې ته وخېژولے شو نو بيا شېطان د هغۀ خوا له ورغلو او وه يـې وئيل: تا زۀ بچ کولے شم، بس زما يوه خبره اومنه! د الله پاک نه اِنکار اوکړه او ما ته سجده اوکړه! آه! 200 کاله د ګناهونو نه بچ کېدونکے عبادت ګزار بَرصِيصا د شېطان پۀ جال کښې راګېر شو او هغۀ شېطان ته سجده اوکړه، چې څنګه هغۀ دا کُفر اوکړو، هم هٰغه وخت هغه له مرګ راغلے او دا بد بخته د ايمان نه خلاص شو او د دنيا نه مُرتد لاړو۔۔۔!! ([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د وېرې مقام دے، آه! د وېرې خبره ده، چې 200 کاله پۀ عبادت کښې د تېروونکي، د يوې ګناه هم نۀ کوونکي داسې خطرناک انجام شو نو مونږ چې ګنهګاران يو، زمونږ نه شپه ورځ پته نۀ لګي چې کوم کوم ګناهونه کيږي، مونږ د خپل انجام نه بے فِکره څنګه پاتې کېدے شو۔۔۔!!
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami