Share this link via
Personality Websites!
رَحمۃُ اللہِ عَلَیْہ مزار ته حاضر شم او د هغوئي وسیله پیش کړم نو الله تَعَالٰى زما مشکل اسان کړي۔([1]) * امامِ شافعی رَحمۃُ اللہِ عَلَیْہ فرمائيلي دي چې: کله چې ما ته څه حاجت پيښ شي، نو دوه رکعته نمونځ ادا کړم او د امامِ اعظم ابوحنیفه رَحمۃُ اللہِ عَلَیْہ مزار مبارک ته لاړ شم او دُعا وغواړم، نو الله تَعَالٰى زما حاجت پوره کړي۔([2])
د صفرې په مياشت کښې د داتا علی هجویری رَحمۃُ اللہِ عَلَیْہ او د نورو ډيرو بزرګانو عُرسونه وي، عاشقانِ اولیاء په کڼ شمير کښې د اولیائے کرامو مزاراتو ته حاضريږي او فیض حاصلوي، مونږ ته هم پکار دي چې د بزرګانو په مزاراتو حاضري ورکوو، اِنْ شآءَ اللہُ الْکَرِیْم! د دې به ډير ډير برکتونه حاصليږي ۔ راځئ چې د اولیائے کرامو مزاراتو د حاضرۍ آداب اورو:
* په فتاویٰ عالمګيری کښې دي چې: مستحب دا دي چې مزار ته د حاضرۍ نه مخکښې په خپل کور کښې (په غَیر مکروہ وخت کښې) 2 رکعته نفل وکړي، په هر رکعت کښې د سُوْرَۃُ الْفَاتِحَہ نه پس 1 ځل اٰیَۃُ الْکُرْسِی او 3 ځله سُوْرَۃُ الْاِخْلَاص ووايي او د دې نمانځه ثواب صاحبِ مزار ته وبخښي، د دې په برکت به الله تَعَالٰى د صاحبِ مزار په قَبر کښې نُور پيدا کړي او دې (ثواب بخښونکي) ته به ډير زیات ثواب عطا کړي۔([3]) د اولیائے کرامو مزارونو ته د حاضرۍ نه مخکښې ښۀ ښۀ نيتونه وکړئ! (مثلاً نيت وکړئ چې *خوږ آقا، د مدينې منورې والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د شهدائے اُحُد مزاراتو ته تشریف وړلو، د الله تَعَالٰى د رضا د پاره دا سُنّت ادا کووم۔ *د اولیائے کرامو مزاراتو ته حاضریدل د فرښتو صفت دے، د هغوئي نقل کووم۔ *صاحبِ مزار ته ایصالِ ثواب کولو باندې به
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami