Share this link via
Personality Websites!
د دعوت اسلامي د يوې شعبې تعارف : آئي ټي ډيپارټمنټ
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دعوتِ اِسلامي د عاشقانِ رسول دِيني تنظيم دے، کوم چې د مختلفو شعبو پۀ ذريعه پۀ دِيني او د خېر ښېګړې پۀ کارونو کښې مصروف دے، پۀ دغه شعبو کښې يوه شعبه آئي ټي ډيپارټمنټ هم دے۔
دا شعبه د جديد ټيکنالوجۍ پۀ ذريعه عِلمِ دِين او د نېکۍ دعوت عام کوي۔ اوسه پورې د دې ډيپارټمنټ پۀ ذريعه 55 موبائل ايپلي کېشنز مثلاً * تفسير صراط الـجنان * فېضانِ حديث * فتاویٰ رضويه * بهارِ شرېعت * اِسلامِک سپيچز * دار الافتاء اهلِ سُنَّت وغېره او 87 اِسلامک ويب سائټس مثلاً * dawat islami.net * dawatislami.org * ilyasqadri.com وغېره۔ د دې ايپلي کېشنز او ويب سائټس نه پخپله هم فائده حاصله کړئ او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ۔ د ايپلي کېشن تعارف پېش کووم۔
قرآن ټيچر موبائل ايپلي کېشن
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د قرآنِ کريم د فېضان عام کولو د پاره دعوتِ اِسلامي I.T ډيپارټمنټ يو موبائل ايپلي کېشن جارې کړے دے، د کوم نوم چې دے: قرآن ټیچر(Quran Teacher)۔ پۀ دې ايپلي کېشن طالبِ علمان د درسِ نظامي، فيضانِ نماز کورس او زکوٰة کورس پۀ شان د بے شمېره آن لائن کورسونو د پاره رجسټرېشن کولے شي * پۀ سټوډنټ پورټل (Student Portal) کښې د خپل آن لائن کلاس د حلو ځلو پۀ باره کښې ځان خبر ساتلے شي * د دعوتِ اِسلامي پۀ دې پليټ فارم باندې تقرېباً 55 اِسلامي کورسونه کولے شي * دا ايپلي کېشن د آن لائن کېدونکو کورسونو پۀ باره کښې معلومات ورکوي تاسو هم د خپلې خوښې مطابق د هر يو کورس انتخاب کولے شئ او بغېر د څۀ مشکل نه د آن لائن قرآن زده کولو د پاره داخله اخستے شئ۔ دا ايپلي کېشن ډاؤن لوډ کړئ، پخپله ترېنه هم فائده واخلئ او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami