Share this link via
Personality Websites!
د دې دا مطلب نۀ دے چې شېطان ډېره تادي کوونکے دے، نا۔۔۔!! نا! دا خبيث خو ډېر ضدي دے، صِرف د يو اِنسان پۀ بے لارې کولو د دوزخ د حقدار جوړولو د پاره که پۀ کلونو خواري کول وي نو هم يـې کوي۔ د حديثِ پاک مطلب دے چې تادي کول د شېطان وسوسه ده،([1]) دا خبيثه اِنسان پۀ تادۍ کښې اخته کړي او د ګناهونو ډنډې ته يـې وغورځوي۔
اوس د تادۍ پۀ ذريعه حمله اوکړه
روايت دے: کله چې د الله پاک نبي حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام دُنيا ته تشريف راوړلو نو د شېطان ټول شاګردان د هغۀ خوا ته راجمع شول او وه يـې وئيل: نن څۀ عجيبه واقعه شوې ده، ټولو بُتانو سرونه ښکته کړي دي۔ دا يـې چې واورېدل نو شېطان بهر راووتو، د مشرق او د مغرب چکر يـې ولګولو، اخر چې بيتُ المُقدس ته ورنزدې شو نو وه يـې کتل چې حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام دُنيا ته تشريف راوړے دے او فرښتے د هغوئي نه ګېر چاپېره موجودې دي۔ شېطان واپس د خپلو شاګردانو خوا له لاړو او وه يـې وئيل: يو نبي عَلَیْهِ السَّلَام دُنيا ته تشريف راوړے دے۔ ځکه به د نن نه پس د خُدائے نه علاوه د بل چا عبادت ختم شي، لهذا د نن نه اِنسانان پۀ جلد بازۍ(تادۍ) کښې اخته کړئ او پۀ دوئي باندې حملې شروع کړئ۔۔۔!! ([2])
اَللہُ اَکْبَر! معلومه شوه چې کله شېطان مايوسه شي نو بيا د تادۍ پۀ لاره باندې حمله کوي، پۀ نورو الفاظو کښې داسې ووايئ چې تادي د شېطان پټه وسله ده، کومه چې دا صرف د ضرورت پۀ وخت راخلي۔ ځکه مونږ له پکار دي چې د تادۍ نه هم ځان بچ کړو۔ تاسو پۀ حالاتو باندې غور اوکړئ! * څومره داسې خلق دي کوم چې باقاعده د
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami