Share this link via
Personality Websites!
کښې ژوند تېر کړي، د دې ناوړه خواهش نوم حَسَد دے۔
د حَسَد پۀ مذمت باندې حديثونه مبارک
* پۀ حديثِ پاک کښې دي: پۀ تاسو کښې د مخکښېنو اُمتونو بيماري حَسَد او بُغض خور شوے دے، دا خرَوونکې ده، زۀ دا نۀ وايم چې دا وېښتۀ خرېوي بلکې دا دِين خرېوي ۔ ([1]) يعنې دا بيمارۍ دِين او اِيمان د جرړې نه ختموي کله کله پۀ بُغض او حَسَد کښې اِنسان اِسلام هم پرېږدي، شېطان هم دې 2 بيمارو وهلے دے۔ ([2])
* پۀ يو روايت کښې دي: اَلْحَسَد یُفْسِدُ الْاِیْمَانَ کَمَا یُفْسِدُ الصَّبِرُ الْعَسَلَ يعنې حَسَد اِيمان داسې خرابوي، لکه څنګه چې ايلوا (د يوې ترخې ونې رَس) شات خرابوي۔ ([3]) رسولِ رحمت، شفيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: اِیَّاکُمْ وَالْحَسَدَ فَاِنَّ الْحَسَدَ یَأْکُلُ الْحَسَنَاتِ کَمَا تَأْکُلُ النَّارُ الْحَطَبَ يعنې د حَسَد نه بچ اوسئ ځکه چې هغه نېکۍ داسې خوري لکه څنګه چې وور وَچ لرګي۔ ([4])
تکبر، رِیاکاری و جھوٹ، غیبت
سے بھی اور حَسَد سے بچا یاالٰہی!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د شېطان يو جال تادي کول هم دي۔ تاسو به حديثِ پاک څو ځله اورېدلے وي: اَلْعُجْلَۃُ مِنَ الشَّیْطَانِ يعنې تادي د شېطان د طرف نه ده۔([5])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami