Share this link via
Personality Websites!
روژې ونيولې، څوک دې دوئي ته ووائي چې وروره! تاسو 20 روژې قضا کړې! * پۀ جومات کښې ورکړے شوې 10 روپۍ يادې ساتلے شي، پۀ تجارت کښې پۀ دوکه پۀ زرګونو ګټلے شوې روپۍ هېرولے شي۔ ياد ساتئ چې دا ډېره د اندېښنې خبره ده، خپل ګناهونه هېرول د شېطان ډېر سخت جال دے۔ اِنسان خپل ګناهونه هېروي نو شېطان پۀ هغۀ باندې غالبه شي۔ ځکه خپل ګناهونه همېشه ياد ساتئ! دا هٰغه ذريعه ده پۀ کومه چې زمونږ پۀ زړۀ کښې غم پېدا کيږي، پۀ زړۀ کښې به د الله پاک وېره پېدا شي او مونږ به د رَبِّ کريم د راګېرولو نه پۀ وېره کېدو توبه هم کوو او بيا د پاره به د ګناهونو نه هم بچ کيږو۔
د ماشومتوب ګناه يـې ياده وساتله
حضرت اِمامِ حَسَن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کوم چې ډېر لوئي وَلِيُّ الله وو، د هغوئي پۀ سيرت کښې دي چې د هغوئي نه پۀ ماشومتوب کښې يوه ګناه شوې وه، حالانکې د نابالغه ماشوم ګناه پۀ اعمال نامه کښې نۀ ليکلے کيږي، د دې باوجود هغوئي هٰغه ګناه ياده وساتله، د هغوئي عادت مبارک وو چې کله به يـې هم نوې جامې ګنډلې نو پۀ ګرېوان باندې به يـې هٰغه ګناه ليکله، بيا به يـې هغې ته کتل او د شرم نه به يـې اوښکې توئيولې۔ ([1])
اَللہُ اَکْبَر! څومره نا اشنا انداز دے۔ مونږ له هم پکار دي چې خپلې غلطۍ، بے خيالۍ او ګناهونه تَل ياد ساتو، هغه رايادوو او د الله پاک د عذاب نه، د هغۀ د ګرفت نه وېرېږو، چې داسې کوو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د توبې توفيق به هم مېلاؤېږي او بيا د پاره به د ګناهونو نه د بچ کېدو ذِهن هم جوړيږي۔
گناہوں کی نحوست بڑھ رہی ہے دم بدم مولیٰ میں توبہ پر نہیں رہ پارہا ثابِت قدم مولیٰ!
گناہوں نے مجھے ہائے! کہیں کا بھی نہیں چھوڑا کرم ہو از طفیلِ سیِّدِ عَرب و عجم مولیٰ!
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami