Share this link via
Personality Websites!
خلقو ته کښېنم۔ بيا به زۀ ضرور د هغوئي د مخې او د هغوئي د شا او د هغوئي د ښي طرف او د هغوئي د ګڅ طرف نه هغوئي له راځم، او تۀ به د هغوئي نه اکثره شُکر ګزار نۀ مومې۔
اَللہُ اَکْبَر! دا بد بخته باقاعده اِعلان کوي چې زۀ به پۀ صِراطِ مُستقيم (يعنې پۀ نېغه لاره باندې، د نـمونځونو پۀ لاره باندې، د روژو پۀ لاره باندې، د تِلاوت پۀ لارو باندې، د نېکو پۀ لاره) باندې کلک کښېنم او پۀ بندګانو باندې به د مخې نه، د شا نه، د ښي، کڅ هر طرف نه حمله کووم او هغوئي به دوکه کووم۔
محبوبِ خدا سر پہ اَجل آ کے کھڑی ہے شیطان سے عطاؔر کا ایمان بچا لو! ([1])
معلومه شوه چې شېطان زمونږه ډېر سخت دښمن دے او هغۀ باقاعده کلکه اِراده کړې ده چې اِنسانان به خامخا دوکه کوي۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ له د شېطان د چلونو نه بچ کېدل پکار دي، دا زمونږ د ټولو نه لوئي دښمن دے، دا هم دښمن ګڼل پکار دي۔ ظاهره ده چې که چرې مونږ د دۀ پۀ چلونو او جالونو باندې پوهه نۀ شو نو د دۀ د چلونو نه به څنګه بچ کيږو؟ لهذا راځئ چې د شېطان خبيث د ځينو جالونو پۀ باره کښې واورو او د هغې نه د بچ کېدو کلکه اِراده اوکړو:
(1):د شېطان دروازه: د اِستغفار نه غَفلت
حضرت عبد الرحمان بن زياد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو ځل حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام تشريف فرما وو، مخامخ يو کَس راروان پۀ نظر راغلو، هغۀ رنګينه ټوپۍ پۀ سر کړې ده،
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami