Share this link via
Personality Websites!
472987
9220
ګزارو او عبادت ګزارو) پۀ تندو کښې ځلېدو او نسل پۀ نسل د يو نه بل ته منتقل کېدلو، د دې پورې چې هغه خَيرُ المُرسَلِين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم جوړ شو او دُنيا ته يـې تشريف راوړلو۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږه آيت مبارک واورېدو، الله پاک د بني اِسرائيلو پۀ باره کښې وفرمائيل:
وَ اَنِّیْ فَضَّلْتُكُمْ عَلَى الْعٰلَمِیْنَ(۴۷)(پارہ: 1، سورۀ البقرة: 47)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او دا چې ما تاسو ته د هٰغې زمانې پۀ ټول عالَم باندې غوره والے درکړے وو۔
يعنې بني اِسرائيل پۀ خپله زمانه کښې د ټولو جهانونو نه افضل وو، دلته پوښتنه دا ده چې بني اِسرائيلو ته کله دا فضيلت ورکړے شوے وو، هغوئي د ټولو جهانونو نه افضل جوړ کړے شوي وو نو بيا د هغوئي نه هٰغه فضيلت ولې واپس واخستے شو۔۔۔؟ څۀ وجه وه چې دوئي پۀ خپله زمانه کښې خو د ټولو نه افضل وو خو اوس افضل نۀ دي پاتې؟ که چرې مونږ قرآنِ کريم پۀ غور سره ولولو نو معلوميږي چې ډېرې داسې وجهې وې د کومو پۀ وجه چې د بني اِسرائيلو نه د فضيلتونو تاج واپس واخستے شو۔ هغه څۀ څۀ وجهې دي، مونږ پۀ هغې کښې د يو څو وجو پۀ باره کښې اورو او مونږ ته دا پۀ ذِهن کښې ساتل دي او اورېدل دي چې دا هٰغه وجهې دي، د کومو پۀ وجه چې نِعمتونه د لاسو نه ووځي، نو ځکه مونږ ته د داسې کارونو نه بچ کېدل دي۔
د بني اِسرائيلو نه د فضيلتونو تاج د لاس نه د وتو يوه وجه دا وه چې دې خلقو د نبيانو سپکاوے کولو، ټولو نۀ، پۀ دوئي کښې ډېر داسې نېکان خلق هم وو، اولياءُ الله هم وو، البته! پۀ مجموعي توګه پۀ دوئي کښې ډېر هٰغه خلق وو، کومو چې به د نبيانو سپکاوے کولو۔ الله پاک فرمائي:
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami