Share this link via
Personality Websites!
472986
9220
عرب باندې حمله اوکړه، هٰغه وخت الله پاک حضرت اَرميا عَلَیْهِ السَّلَام ته وحي وفرمائيله چې حضرت مَعَد پۀ تيزه سوَرلۍ باندې کښېنوه او د ځان سره يـې راوله د پاره د دې چې هغوئي ته څۀ تکليف وه نۀ رسي، بے شکه زۀ به د هغوئي پۀ اولاد کښې نبي آخر الزمان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پېدا کووم۔ نو حضرت اَرميا عَلَیْهِ السَّلَام حضرت مَعَد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ځان سره کړو او شام ملک ته يـې تشريف يوړلو، د حضرت مَعَد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه روزنه پالنه پۀ بني اِسرائيلو کښې وشوه۔([1]) د بُخت نصر د مرګ نه پس يـې واپس مکے مکرمے ته تشريف راوړلو۔ ([2])
د حضرت ابو اُمامه باهلي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، رسولِ اکرم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د حضرت مَعَد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ اولاد کښې 40 کسانو د بني اِسرائيلو پۀ يو لښکر باندې حمله اوکړه، ځکه حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام وغوښتل چې د هغوئي د پاره د هلاکت دعا اوکړي خو الله پاک وحي وفرمائيله: اے موسیٰ! د هغوئي د پاره د نقصان دعا مۀ کوئ، بے شکه زۀ به پۀ دوئي کښې بشير او نذير نبي، نبي اُمِّي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پېدا کووم۔ ([3])
سُبْحٰنَ اللہ! دا زمونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پاک نسب فضيلت دے۔۔۔!! چا عاشق ډېر ښه وئيلي دي:
تَنْقُلُ اَحْمَدُ نُوْرًا عَظِیْمًا تَلَأْلَأُ فِیْ جَبَاہُ السَّاجِدِیْنَا
تَقَلَّبَ فِیْہِمْ قَرْنًا فَقَرْنًا اِلٰی اَنْ جَاءَ خَیْرُ الْمُرْسَلِیْنَا([4])
وضاحت: د احمدِ مُجتبیٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عظمت والا نُور پۀ ساجِدِينو (د نـمونځ
[1]... سبل الهدى ، الباب الرابع فی شرح اسماء آبائہ صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَسَلَّم، ابن معد، جلد:1، صفحہ:293 خلاصۃً۔
[2]... السیرۃ النبویہ لزینی دہلان، باب فيما ورد لسان الانبياء...الخ، جلد:1، صفحہ:20 بتغیر قلیل۔
[3]... معجم كبير، جلد:4، صفحہ:276، حدیث:7514 خلاصۃً۔
[4]... حاوی للفتاوٰی، الفتاوٰی الاصولیۃ الدینیۃ، مسالک الحنفاءفی والدی المصطفیٰ، صفحہ:627۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami