Share this link via
Personality Websites!
472998
9220
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
د بيان پۀ اخره کښې راځئ چې يوه شرعي مسئله زده کړو:
(د صحيح شرعي مسئلې يا پۀ خلقو کښې د پرتې غلط فهمۍ پۀ ګوته کول)
مسئله: د قُرآني آيتونو او حديثونو والا اوراق پۀ ردۍ کښې خرڅول جائز نۀ دي۔
وضاحت: دلته عام طور زړې کاپيانې، د سکول کتابونه او اخبارونه وغېره پۀ ردۍ کښې خرڅولے کيږي، پۀ دې کښې عام طور قرآني آيتونه او حديثونه وغېره هم ليکلے شوي وي، ياد ساتئ چې پۀ کوم کاغذ، کتاب يا کاپۍ وغېره کښې قرآني آيتونه، حديثونه ليکلي وي، هغه پۀ ردۍ کښې خرڅول جائز نۀ دي۔ پۀ فتایٰ رضويه شريف کښې دي: پۀ دې (يعنې اخبارونو وغېره) کښې که آيت، حديث يا د الله او د رسول [صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم] او د فرښتو وغېره نومونه يا شرعي مسئلې ليکلے شوې وي نو دا خرڅول جائز نۀ دي، دا اوراق وګورئ او آيتونه، حديثونه وغېره د دې نه بيل کړئ، بيا يـې خرڅولے شئ۔ ([1])
الله پاک دې مونږ ته د صحيح اِسلامي احکامو زده کولو او پۀ هغې باندې د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
د اَسْمَاءُ الْـحُسْنیٰ برکتونه (وظيفه)
يَا صَبُورُ (اے مُهلت ورکوونکيه)
چا ته چې څۀ درد، غم يا مصيبت پېښ شي نو هغه دې 33 کرته يَا صَبُورُ ولولي اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! سکون به يـې نصيب شي۔ ([2])
الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami