Share this link via
Personality Websites!
472996
9220
پاک پۀ دربار کښې د هغه هيڅ حېثيت نۀ پاتې کيږي او کوم اِنسان چې د الله پاک پۀ دربار کښې ذليله او رسوا شي [يعنې] د چا چې د رَبُّ العزَّت پۀ دربار کښې هيڅ حېثيت پاتې نۀ شي، د هغۀ پۀ يو ځائے کښې هم عزت نۀ نصيب کيږي۔ پۀ 17 سيپاره، د سورۀ حَج پۀ آيت: 18 کښې اِرشاد دے:
وَ مَنْ یُّهِنِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ مُّكْرِمٍؕ-(پارہ:17، سورۀ الحج:18)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او هٰغه څوک چې الله يـې ذليله کړي نو هغۀ ته هيڅ څوک عزت ورکوونکے نشته۔
پۀ تفسير صِراطُ الـجنان کښې د دې آيت لاندې دي: معلومه شوه چې عزت او مشهورتيا د يو قوم يا کَس ميراث نۀ دے چې يو اِنسان غواړي که هر څومره خراب کارونه کوي، خپله اعمال نامه د ګناهونو نه ډکه کړي، د هغۀ کردار پۀ نافرمانو باندې داغداره شي، د دې باوجود به هغه د عزت سره ژوند تېروي۔۔۔! نا! نا! داسې نۀ ده بلکې * څوک چې پۀ خپلو اخلاقو او کردار * نېک اعمالو * پۀ خېر خواهۍ او خوا خوږۍ خپل ځان د عزت حقدار ثابتوي، الله پاک هغۀ ته عزت عطا کوي او څوک چې پرله پسې پۀ نافرمانو کښې اخته اوسي، هغه د ذِلت ژورې کندې ته غورځولے کيږي۔ ([1]) الله پاک دې مونږ ته د اطاعت او فرمانبردارۍ توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
تُو بس رہنا سدا راضی، نہیں ہے تابِ ناراضی
تو نا خوش جس سے ہو برباد ہے تیری قسم مولیٰ([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د بيان خُلاصه دا ده چې الله پاک بني اِسرائيلو ته ډېر نِعمتونه عطا کړل، هغوئي ته فضيلتونه عطا کړے شول، د هغوئي د پاره نبيان راوليږلے شول،
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami