Share this link via
Personality Websites!
472995
9220
گر تُو ناراض ہوا میری ہلاکت ہوگی
ہائے! میں نارِ جَہنَّم میں جلوں گا یاربّ!
عَفو کر اور سدا کے لئے راضی ہو جا
گر کرم کر دے تَو جنّت میں رہوں گا یاربّ!([1])
حضرت جُبَېر بِن نُفَير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: کله چې مسلمانانو قُبرُص فتح کړو نو ما وليدل چې صحابيِ رسول حضرت ابو درداء رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ځانله ناست دے او ژاړي، زۀ د هغوئي پۀ خِدمت کښې حاضر شوم او عرض مې اوکړو: عالي جاه! نن خو الله پاک مسلمانانو ته پۀ کافرانو باندې غلبه عطا کړې ده (يعنې نن خو د خوشحالۍ ورځ ده) او تاسو اوښکې توئېوئ؟ حضرت ابو درداء رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وفرمائيل: اے جُبَېره! غور خو اوکړه۔۔۔! څوک چې د الله پاک نافرماني کوي، هغه د خپل رَبّ پۀ دربار کښې څومره بے حېثيته کيږي۔ د قُبرص اوسېدونکي څومره د غلبې او عزت والا وو، هغوئي د الله پاک حکمونه پرېښودل، د خپل رَبِّ کريم نافرماني يـې اوکړه نو د هغوئي دا حال شو (چې نن يـې ماتې وخوړله او ذليله او رسوا شول)۔ ([2])
نافرماني د ذِلت او د رسوايۍ ذريعه ده
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نافرماني د ذِلت او رسوايۍ ذريعه ده، کوم اِنسان چې د الله پاک نافرمانۍ کوي، توبه نۀ کوي، د الله پاک طرف ته رجوع نۀ کوي، هغه د الله پاک پۀ دربار کښې ذليله او رسوا کيږي او د الله
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami