Share this link via
Personality Websites!
472992
9220
ځکه هم دغه حَسَد اِبليس د اللهُ رَبُّ اَلعٰلَمِين پۀ نافرمانۍ باندې راپارولو۔ ([1])
حَسَد د اِيمان نه خلاصوونکې بيماري ده
د الله پاک د خوږ حبيب، حبيبِ لبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: پۀ تاسو کښې د مخکښېنو اُمتونو بيماري حَسَد او بُغض خور شوے دے، دا خرېونکې ده، زۀ دا نۀ وايم چې دا وېښته خرېوي خو دا دِين خرېوي۔ ([2])
د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاک لاندې فرمائي: داسې چي دِين او اِيمان د جرړې نه ختموي کله انسان پۀ بُغض او حَسَد کښې اِسلام هم پرېږدي، شېطان هم دې 2 بيمارو وهلے دے۔ ([3])
پۀ حديثِ پاک کښې دي: اَلْحَسَدُ یُفْسِدُ الْاِیْمَانَ کَمَا یُفْسِدُ الصَّبِرُ الْعَسَلَ يعنې حَسَد اِيمان داسې خرابوي، لکه څنګه چې ايلوا (د يوې ترخې ونې رَس) شات خرابوي۔ ([4])
بَوقتِ نَزع سلامت رہے مِرا اِیماں
مجھے نصیب ہو توبہ، ہے التجا یاربّ!([5])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دې روايتونو نه معلومه شوه چې حَسَد د اِيمان نه خلاصوونکې بيماري ده، ځکه مونږ له پکار دي چې مونږ د حَسَد نه ځان بچ کړو، بس هم دا خپل ذِهن جوړ کړئ چې الله پاک چا ته څۀ عطا کړي دي، صحيح يـې عطا کړي دي او ما ته چې يـې څۀ عطاکړي دي زما د پاره هغه ښۀ دي۔ د دې پۀ برکت به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami