Share this link via
Personality Websites!
472991
9220
دا آيت مبارک نازل کړو، اِرشاد دے: ([1])
اَلَمْ تَرَ اِلَى الَّذِیْنَ اُوْتُوْا نَصِیْبًا مِّنَ الْكِتٰبِ یُؤْمِنُوْنَ بِالْجِبْتِ وَ الطَّاغُوْتِ(پارہ:5، سورۀ النساء:51)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: آيا تا هٰغه خلق وه نۀ ليدل کومو ته چې د کتاب يوه حِصه ورکړے شوه هغوئي پۀ بُت او شېطان اِيمان راوړو۔
الله! الله! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! غور اوکړئ چې آيا اِنسان د حَسَد پۀ وور کښې د سوزېدو پۀ وجه دومره هم غورځېدے شي۔۔۔!! بني اِسرائيلو ته معلومه وه او د زړۀ نه يـې منله هم چې مُحَمَّدِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رښتونے نبي دے، هم دوئي خو وو چې د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د راتللو نه مخکښې به يـې د هغوئي دُنيا ته د تشريف راوړلو زيري ورکول، د رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نوم پۀ وسيله باندې به يـې دعاګانې کولې خو افسوس چې دوئي د حَسَد پۀ وور کښې وسوزېدل او پۀ دې وور کښې د سوزېدو په وجه دومره وغورځېدل چې هغوئي شِرک کول خو خوښ کړو خو د مُحَمَّدِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کلمه لوستل يـې خوښ نۀ کړل۔
معلومه شوه چې * دا حَسَد دے کوم چې اِنسان د هدايت د لارو نه منع کوي * دا حَسَد دے کوم چې اِنسان پۀ ډېرو خرابو کارونو کولو باندې راپاروي او * دا هم حَسَد دے کوم چې اِنسان د ذِلت او د رسوايۍ ژورې کندې ته غورځوي۔
د ټولو نه وړومبے حَسَد چا اوکړو؟
حضرت علامه جلالُ الدِّين سُيوطي شافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نقل کوي: د رَبِّ کريم وړومبۍ نافرماني چې د کومې ګناه پۀ ذريعه اوکړے شوه، هغه حَسَد دے، اِبليس مَلعُون حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام ته د سجدې کولو [د حُکم] پۀ معامله کښې د هغوئي سره حَسَد اوکړو،
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami