Share this link via
Personality Websites!
472989
9220
يعنې اے قومه! تاسو ته معلومه ده چې زۀ د الله رسول يم، د دې باوجود تاسو ما ته تکليف رارسوئ۔۔۔!! کله چې دوئي د دې پوهه کولو باوجود منع نۀ شول نو څۀ وشو؟
الله پاک فرمائي:
فَلَمَّا زَاغُوْۤا اَزَاغَ اللّٰهُ قُلُوْبَهُمْؕ-(پارہ:28، سورۀ الصف:5)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بيا چې کله هغوئي کاږه شول نو الله د هغوئي زړونه کاږه کړل۔
اَللہُ اَکْبَر! څومره سخته سزا ده۔۔۔!! د نبيانو د سپکاوي پۀ سزا کښې د دوئي زړونه کاږه کړے شول۔ د دې نه معلومه شوه چې نِعمت د هغۀ د پاره نِعمت وي څوک چې د نبي ادب کوي، فضيلت هٰغه خلقو ته مېلاؤېږي څوک چې د نبي ادب کوي، عظمت هغوئي ته مېلاؤېږي څوک چې د نبي ادب کوي، عزت هٰغه خلقو ته عطا کيږي کوم چې د نبي ادب کوي۔
وګورئ چې ابو لَـهب د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ترۀ وو خو هغۀ بے ادبي اوکړه نو الله پاک هغه تباه او برباد کړو خو حضرت بِلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د حبشے اوسېدونکے وو، د غلامۍ ژوند يـې تېرولو، د الله پاک پۀ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې عاشق وو، الله پاک د قيامته پورې راتلونکو د پاره هغوئي سردار جوړ کړو۔
اِقؔبال کس کے عشق کا یہ فیضِ عام ہے
رُومی فنا ہوا، حبشی کو دوام ہے
وضاحت: يعنې دا د کومې هستۍ د عشق عام فېض دے چې د سکندر رُومي پۀ شان پۀ ټوله دُنيا باندې حکومت کوونکے بادشاه ختم شو او صحابۍ رسول، حضرت بِلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د عشقِ رسول پۀ برکت همېشه پۀ زړونو باندې حکومت حاصِل کړو۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ له پکار دي چې همېشه با ادبه اوسو، د نبيانو علَيهِمُ السَّلام ادب کوو، د وليانو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم هم ادب کوو، د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم هم ادب کوو او د اهلِ بيتو عَليهمُ الرّضوَان هم همېشه ادب، ادب او ادب کوو ځکه چې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami