Share this link via
Personality Websites!
داسې کووم * فلانکي زۀ نۀ يم بللے، زۀ به هم هغه نۀ رابلم * پۀ خپل دُکان کښې ناست وي د خپل دکان د خيال ساتلو پۀ ځائے پۀ نورو باندې بدګمانۍ کوي، نن ګاهک رانغلو ځکه چې د فلانکي نظر ډېر خراب دے، فلانکے تعويذونه کوي * فلانکي راباندې جادو کړے دے، ځکه د کور سکون ختم شوے دے۔ وروره! جنګ جګړې پرېږدئ! يقين اوکړئ چې څومره وخت مونږ د نورو پۀ بے عزته کولو کښې تېروو، د هغې نيم وخت که چرې مونږ پۀ خپل ځان سمولو باندې تېر کړو نو مونږ ترقي کولے شو۔
خو حالات داسې دي چې مونږ خپل ټول وخت د نورو پۀ بے عزته کولو کښې تېروو، بيا چې پۀ اصلي مقصد کښې ناکامه شو نو بد فاليانې شروع کړو * توره پيشو مې پۀ مخه تېره شوه، ځکه زۀ کامياب نۀ شوم * د فلانکي سپېرۀ مخ مې ليدلے وو، ځکه ناکامه شوم۔
الله پاک دې زمونږ پۀ حال باندې رحم اوکړي۔ اِختلافات کنټرولول يو پوره مضمون دے، دا مونږ له زده کول پکار دي، اِختلافات بس زياتول، بس هم هر وخت پۀ اختلافاتو کښې اوسېدل کافي نۀ وي، دا ترقي ودروي، ځکه اِختلافات پۀ حِکمت عملۍ او تدبر سره سمبالول او د خپل مقصد طرف ته وړاندې تلل پکار دي۔ الله پاک دې مونږ ته د دې توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د صُلح حُدَېبِيَه نه مونږ ته دوېم سبق د زدکړې د پاره دا مېلاؤېږي چې مونږ له پۀ کارونو کښې تدبير اِختيارول پکار دي۔ د تدبير معنیٰ ده: اَلنَّظْرُ فِی عَاقِبَۃِ الْاَمْرِ يعنې د کار کولو نه مخکښې د کار پۀ نتېجه باندې سوچ کول۔([1])
وګورئ چې د صُلح حُدېبِيَه پۀ موقع باندې صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم سخت شرطونه
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami