Share this link via
Personality Websites!
تاسو پۀ دې کښې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حِکمت او عقلمندۍ ته وګورئ! که د مکے مکرمې د کافرانو سره دا لوظنامه نۀ وے شوے نو مسلمانان به پۀ جنګونو کښې مصروفه کېدل، لرې پرتو قبيلو ته به د اِسلام پېغام نۀ رسېدو، د نورو ملکونو بادشاهانو ته به د خطونو ليګلو موقع نۀ مېلاؤېده، ځکه نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ عارضي توګه د مکے د کافرانو مخې ته د امن لوظنامې دېوال ودرولو او خپل حقيقي مشن يـې مخ پۀ وړاندې بوتللو۔
دې ته وئيلے شي: پۀ اِختلاف باندې مقصد له ترجيح ورکول (يعنېMission over Conflict)۔
دلته داسې کيږي، د ناکامو يوه ډېره لويه وجه ده د کومې طرف ته چې توجه نۀ کيږي، هغه څۀ ده؟ خلق پۀ جنګ جګړو کښې اخته شي او خپل اصلي مقصد پرېږدي * مثلاً: ځينې خلق پۀ دې خبره باندې کلک ودرېږي چې د څو پورې پۀ کور کښې فلمونه او ډرامې بندې نۀ کړي د هغې پورې به پۀ قلار نۀ کښېنم ، بيا دې د پاره کله د مشر ورور سره جګړه، کله د خور سره بد تميزي، کله د مور نه خفه کېدل او کله د والد صاحب نه مخ اړول، د دې نتېجه څۀ وي؟ کور والا د پوهه کېدو پۀ ځائے اُلټا بدګمانه کيږي۔ د دې بهترين حل دا وي چې تاسو کور والا پۀ مينه محبت سره، پۀ حِکمت عملۍ سره پوهه کړئ، که پوهه شي نو ټيک، ګنې د هغوئي دا کارونه پۀ زړۀ کښې بد وګڼئ او پۀ عارضي توګه پرې خاموشي اِختيار کړئ، د محلې والؤ له، خپلو دوستانو خپلوانو له د نېکۍ دعوت ورکوئ او پۀ کور کښې صرف خپل ښۀ کردار ښايئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! هٰغه وخت به هم راشي چې ستاسو کور والا به پخپله پۀ دې خبره باندې پوهه شي *داسې دې مونږ پۀ خپلو کاروباري معاملو کښې وګورو * د کور پۀ معاملو غور اوکړو * پۀ امروزه ژوند باندې غور اوکړو، تاسو ته به پۀ هر ځائے کښې دا مېلاؤېږي، خلق پۀ جنګ جګړو کښې اخته وي * که هغه داسې اوکړل نو زۀ به
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami