Share this link via
Personality Websites!
دا لوظنامه وشوه نو الله پاک د هٰغې صُلح پۀ باره کښې وفرمائيل:
اِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُّبِیْنًاۙ(۱) (پارہ:26، سورۂ فتح:1)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه مونږه ستا د پاره د روښانه فتحې فېصله وفرمائيله۔
يعنې اے خوږه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! دا صُلح کومه چې پۀ ظاهره شکست ګڼلے کيږي، د دې صُلح پۀ پرده کښې ستاسو د پاره روښانه فتح اېښودے شوې ده۔([1])
د هغوئي چې کوم تدبير دے هغه تقدير دے
سُبْحٰنَ اللہ! پۀ دې صُلح کښې څۀ حِکمت وو، دا څۀ موده پس واضحه کېدل شروع شو، علمائے کرامو ليکلي دي: * مخکښې د مسلمانانو او د کافرانو ترمينځه جنګ وو، ځکه به غېر مسلمو ته مسلمانانو ته د نزدې کېدو موقع پۀ لاس نۀ ورتلله، کله چې دا صُلح وشوه نو غېر مسلمو د مسلمانانو خوا له راتلل شروع کړل، د دوئي طور طريقې، د ژوند آداب يـې د نزدې نه ليدل شروع کړل، د قرآنِ کريم آيتونه اورېدل يـې شروع کړل، د دې پۀ برکت د هغوئي پۀ زړونو کښې د اِسلام رڼا خورېدل شروع شوه * دغه شان د لرې او نزدې هٰغه قبېلې کومې چې د مکے د قرېشو د وېرې د وجهې د مسلمانانو نه لرې وې، هغه هم رانزدې کېدل شروع شوې * نور دا چې د دې نه مخکښې به مسلمانان د مکے د کافرانو د خطرې نه نۀ وزګارېدل، د دې صُلح نه پس دا خطره هم في الحال ختمه شوه، نو خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د رُوم او اِيران وغېره د لرې لرې بادشاهانو پۀ نوم خطونه لېږل شروع کړل، هغوئي له يـې د اِسلام دعوت ورکړو۔ غرض دا چې د دې صُلح نه پس د اِسلام رڼا د لرې لرې پورې خورېدل شروع شوه، د دې نتېجه دا راووتله چې صرف درې کاله پس مکه مکرمه هم فتح شوه او د اِسلام رڼا هم خوره شوه۔ علمائے کرامو ليکلي دي چي : پۀ دې درېو کالو کښې دومره خلق مسلمانان شول چې د دې نه مخکښې دومره نۀ وو
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami