Share this link via
Personality Websites!
يعنې د قَصوا اوښې داسې د معمول خلاف کېناستل خُدائي اِشاره وه چې دا مبارکه قافله د مکے طرف ته لاړه نۀ شي بلکې هم دلته پۀ حُدَېبِيَه کښې اِيساره شي۔
دلته دا د مسلمانانو قافله پۀ حُدَېبِيَه کښې اِيساره شوه، هلته د مکے کافرانو وګڼله چې شايد مسلمانان د جنګ پۀ اِراده راغلي دي، نو هغوئي هم د جنګ تياري شروع کړه۔ خېر! واقعه اوږده ده، زۀ يـې لږه مختصر کووم، بيا د دواړو اړخونو نه د اَستاذو لېږلو لړۍ شروع شوه د پاره د دې چې معلومه شي چې غېر مسلمه څۀ غواړي او مسلمانان څۀ غواړي، د ټولو نه وړومبے بُدَيل نومې کَس د غېر مسلمو د طرف نه د اَستاذي پۀ توګه حاضر شو، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: د مکے والؤ ته ووايه چې مونږ د جنګ اِراده نۀ لرو، مونږ خو بس د عمرې د پاره راغلي يو، عمره به اوکړو او واپس به لاړ شو۔
خو غېر مسلمه بد نصيبه پۀ دې خبره باندې راضي نۀ شول، هغوئي پۀ يو حالت کښې هم پۀ دې حق کښې نۀ وو چې مسلمانان مکے ته داخِل شي، خېر! د خبرو اترو لړۍ شروع وه، پۀ دغه وخت کښې سُهَيل بن عَمرو نومې کَس د غېر مسلمو د طرف نه د اَستاذي پۀ توګه حاضر شو، کله چې دے حُدَېبِيَه ته ورسېدو نو خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: سُهَيل (يعنې د اسانۍ والا) راغلے دے اوس به زمونږه معامله اسانه شي۔
سُهَيل چې څنګه راغلو نو وه يـې وئيل: اے مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! که چرې تاسو جنګ نۀ غواړئ، امن غواړئ نو راځئ! مونږ په شريکه شرائط ټاکو۔ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ډېر ساعته پورې د سُهَيل سره ناست وو او پۀ شرطونو باندې يـې خبرې فرمائيلې، اخر د دواړو اړخونو نه شرطونه وټاکلے شول او د امن لوظنامه وليکلے شوه او پۀ هغې دستخطونه اوکړے شول۔
پۀ دې ځائے کښې چې کومه حېرانېدونکې خبره مخې ته راغله هغه دا وه چې پۀ دې لوظنامه کښې پۀ مسلمانانو باندې سخت بندېزونه لګولے شوي وو او غېر مسلمه ازاد
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami