Share this link via
Personality Websites!
صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
څوک چې دا دُرُودِ پاک لوَلي پۀ هغۀ به د رَحمت اويا دروازې برسيره کړے شي. ([1]) راځئ چې دا دُرُود هُم پۀ شريکه ووائيو.
(4) د شپږ لاکه دُرُودشریف ثواب
اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی سَیِّدِنَا مُحَمَّدٍ عَدَدَ مَا فِیْ عِلْمِ اللّٰہِ صَلَاۃً دَاۤئِمَۃًۢ بِدَوَامِ مُلْک اللّٰہِ
حضرت اَحمَد صَاوِی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د بَعضو بُزرګانو نه نَقل کوي: د دې دُرُود شریف يو ځل لوستلو باندې د شپږو (6) لاکو دُرُود شریف لوستلو ثواب حاصِليږي. ([2]) راځئ چې پۀ شريکه يـې ووائيو.
(5) د خوږ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم قُرب
اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ کَمَا تُحِبُّ وَ تَرضٰی لَہٗ
يوه ورځ يو کس راغلو نو حُضُورِ اَنور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه د خپل ځان او صِدِّیقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ تر مينځه کښينولو، پۀ دې باندې صَحابَۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم حيران شو چې دا څوک اوچتې مرتبے والا دے! چې کله هغه لاړو نو حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: دے چې کله پۀ ما باندې دُرُودِ پاک لوَلي نو داسې يـې لوَلي. ([3]) راځئ چې مونږ يـې هُم پۀ شريکه ووائيو.
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami