Share this link via
Personality Websites!
بندہ بھی ہوں تو کیسے بڑے کارساز کا
الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
پۀ 12 دِيني کارونو کښې يو دِيني کار: نېک اَعمَال
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د نېک جوړېدو، د ګناهونو نه د بچ کېدو او پۀ نېکو باندې د استقامت موندلو د پاره د عاشقانِ رسول د ديني تحريک دعوتِ اِسلامي دِيني ماحول سره خپل تړون نور هم مضبوط کړئ او د ذيلي حلقے پۀ پۀ 12 ديني کارونو کښې هم ښه ډېره برخه واخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دنيا او اخرت بے شمېره خېرونه به درنصيب شي۔ پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار دے: د نېک اعمال د رسالې نه روزانه جائزه اخستل۔
* د ځان د اصلاح او د شيطان نه د بچ کېدو بهترينه طريقه هم دا ده چې مونږ د خپلو عادتونو، خپل کردار او د خپلو اعمالو جائزه اخلو۔ پۀ اوسني وخت کښې اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطّار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د خپل ځان د جائزې اخستو اسانه طريقه ښودلې ده: رساله نېک اعمال * د زيات عمر اسلامي وروڼو د پاره پۀ نېک اعمال رساله کښې 72 سوالونه او جوابونه ليکلے شوي دي * د هر سوال نه لاندې 30 خانې دي * هره ورځ د سوال لوستلو سره خپله جائزه اخستل دي او خانې ډکول دي * د ښه اِسلامي ژوند تېرولو بهترينه نسخه ده * د دې پۀ ذريعه پته نه لګي چې د څومره خلقو اصلاح شوې ده۔
تاسو هم دا رساله واخلئ! د نېک اعمال مطابق هره ورځ خپله جائزه اخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډېره فائده به در نصيب شي * اخلاق به مو ښه شي * کردار به مو ښه شي * عادتونه به مو ښه شي * پۀ نېکو باندې به مو استقامت نصيب شي * د ګناهونو نه به مو نفرت
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami