Share this link via
Personality Websites!
مناسبه او خطرناک وو، ځکه وفرمائيلے شو: څوک چې پۀ لاره کښې ايسار شي او خپل ځان خطرو ته پېش کړي او دُعاګانې کوي چې يا الله پاکه! ما د خطرو نه بچ کړې۔ فرمائي: د داسې کَس دُعا هم نۀ قبلېږي۔
(3): د هٰغه کس کوم چې خپل ځناور پخپله پرانځي او بيا دُعا کوي: اے الله پاکه! دا ودروې۔ د دۀ دُعا هم نۀ قبلېږي۔ ځکه چې خُوَیْشْتَنْ کَرْدَہ رَا عِلاجِ نَیْست يعنې د خپل لاسو د کړو هيڅ عِلاج نشته۔
اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ذِکر کړے شوي حديثِ پاک د ليکلو نه پس فرمائي: * دغه شان چې کوم کَس پۀ کور کښې وغزېږي او کښېني او وائي: يا الله پاکه ما له رزق راکړې *څوک چې خپل مال پۀ فضول خرچو کښې والوځوي، بيا وائي: مالکه! ما ته نور راعطا کړې *څوک چې د ظالمانو پۀ مينځ کښې اوسېږي او وائي: مولیٰ! ما د دوئي د ظُلم نه محفوظ کړې *دغه شان چې څوک د شپې پۀ تيارۀ کښې يواځې ووځي او غواړي چې د غلا شوکې نه محفوظ شي * څوک چې د شپې دروازه پرانستے پرېږدي * پۀ لوښي بِسمِ الله وه نۀ لولي او پټ يـې نۀ کړي او غواړي چې لوښے د بيمارو نه محفوظ شي * څوک چې بغېر د لاس وينځلو نه اودۀ شي ولې چې د هغۀ لاسونه شېطان څَټي او د برګي پۀ مرض کښې د اخته کېدو اندېښنه ده * بغېر د دېوالونو والا چت باندې څملي او غواړي چې زۀ وه نۀ غورځېږم۔ نو د دوئي ټولو پۀ دې معاملو کښې دُعاګانې نۀ قبلولے کيږي، ځکه چې هغوئي اسباب او تدبير پرېښودو او دُعاګاني کوي ۔
ځکه مونږ له پکار دي چې تَل ښه تدبير اوکړو، ښه محنت اوکړو، د دې نه پس نتېجه الله پاک ته وسپارو۔
کیونکر نہ میرے کام بنیں غیب سے حسؔن
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami